'د کابل بریدونو کې ۴۷ کسان وژل شوي'

بسم الله محمدي د انځور حقوق Waheed Paikan
Image caption د کورنیو چارو وزیر د برید پر دویمه ورځ خبریالانو ته د مرګ ژوبلې معلومات ورکړل.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د یکشنبې ورځې په بریدونو، چې د کابل په ګډون په څلورو ولایتونو کې هم مهاله وشول، لږترلږه ۴۷ کسان وژل شوي دي.

وزارت وايي، چې په وژل شوو کې اته امنیتي سرتېري او درې ولسي وګړي دي.

د کورنیو چارو وزیر بسم الله محمدي خبریالانو ته ووویل:''زموږ درې ملکي وګړي وژل شوي او د ملي پوځ، پولیسو او ملي امنیت ځواکونو اته سرتېري وژل شوي. ټپیان شاوخوا څلوېښت کسان وو، چې ډېر ژور نه وو ژوبل شوي او له درملنې وروسته بېرته رخصت شوي دي. له دغو کسانو څخه ۲۵ یې ملکي وګړي ول. ۳۵ ترهګر ول، چې د ټولو مړي د برید په سیمه کې پاتې شوي، یوازې یو کس په جلال اباد کې ژوندی نیول شوی دی. هغه اعتراف کړی چې د پولې له هاغاړې راغلی و او هلته یې روزنه لیدلې وه.''

په کابل کې د تېرې یکشنبې د طالبانو بریدونو کرۍ ورځ او ان د دوشنبې پر شپه هم تر ګهیځه دوام درلود.

امنیتي چارواکو وویل، چې د دوشنبې پر ګهیځ یې وروستی ځانوژونکی، چې د ملي شورا ودانۍ ته یوې مخامخ ودانۍ ته ختلی و، وژل شوی دی.

د کابل امنیه قومندان ایوب سالنګي رسنیو ته وویل، چې په دغه ودانۍ کې بند کسان ژغورل شوي، خو د تېرې ورځې په بریدونو کې لږترلږه ۲۰ ځانمرګي برید کوونکي وژل شوي دي.

امنیتي سرچینو وویل، چې په بریدونو کې تر شلو ډېر کسان ټپیان دي.

دغه هم مهاله بريدونه له غرمې وروسته د پلازمېنې کابل په گډون په دريو نورو ولاتونو کې هم مهاله پيل شوي، ځانمرگو بريدگرو د کابل په څو مهمو سيمو بريدونه کړي او ځينو ودانيو ته وردننه شوي او له همدغو ودانيو نه په گڼو دولتي تاسيساتو او ودانيو د سپکو او درنو وسلو نه کار واخيست.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د طالبانو یوه ویاند ویلي منظم شوي برېدونه د لویدیځو ځواکونو پر ضد د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو د پیل نښه ده.

د ملي شورا ودانۍ ته څېرمه هم گڼ توغندي لگېدلي او د ملي شورا ځينو استازو هم د دغې ودانۍ پر بامونو ختلي او د مخالفو وسله والو سره په جگړه کېوتي دي.

د امریکا سفارت

په کابل کې د امريکا سفارت د يوې خبر پاڼې په خپرولو سره ويلي چې دوى خپل سفارت د امنيتي اندېښنو په وجه تړلى او خپل کارکوونکي يې په خوندي توگه د سفارت له ودانۍ بهر ايستلي دي.

د کابل – جلال آباد په لویه لار د پلچرخی په سیمه کې درنه چاودنه شوې ده.

تر اوسه په دغو پېښو کې د مرګ ژوبلې په اړه دقیقې شمېرې نه دي ورکول شوې.

دغه راز د ننګرهار هوايي ډګر ته څېرمه هم ځانمرګي بریدونه شوي چې مرګ ژوبله یې اړولې ده، چې ویل کیږي دوه تنه په کې وژل شوي دي.

ځانمرګي نیول

بل خوا، د افغانستان د ملي امنیت ادارې ویلي چې د کابل په لوېديځ میرویس میدان کې یې د ولسمشر د دویم مرستیال محمد کریم خلیلي د وژنې په تور یوه ډله نیولې ده.

سرچینه وايي چې په نیول شوو کسانو کې دوو یې له چاودېدونکو توکو ډک واسکټونه درلودل.

د یوه بل خبر له مخې، د شمالي کندوز ولایت چارواکو ادعا کړې چې په دغه ولایت کې یې لږترلږه ۱۵ کسان نیولي، چې د ځانمرګو بریدونو تکل یې درلود.

مرګ ژوبله

د لوګر ولایت مرکز پل علم ښار په یو شمېر دولتي ودانیو او د بهرنیو ځواکونو له مرکز سره نژدې ډله ییز برید شوی چې تر دې دمه د تلفاتو په اړه بشپړ معلومات په لاس کې نه شته.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي ددغو پېښو په اړه وايي:

''په ټوله کې مو په هېواد کې څلور پېښې درلودې ، په خواشینۍ سره دوه یې په کابل کې دي، چې په لسمه او اوومه حوزه کې رامنځ ته شوي. دوه نورې پېښې د ګردیز او جلال آباد په ښارونو کې رامنځ ته شوې دي.''

محصلین

دغه راز په ګردیز ښار کې د پولیسو پر روزنیز مرکز برید شوی، د ګردیز روغتون د یوه ډاکتر په وینا تر اوسه اته تنه ټپي محصلین ورته راوړل شوي دي.

په کابل کې د امریکا سفارت وايي په سیمه کې د ډزو او چاودنو د غږونو له امله یې سفارت تړلی دی او وايي تر اوسه د دوی کوم کارکوونکي ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

په جلال اباد کې د بي بي سي خبریال ببرک میاخېل د امنیتي سرچینو په حواله ویلي، چې په دغه ولایت کې دوه ځانوژونکي وژل شوي او دوه نور نیول شوي دي.

په کابل کې امنیتي ځواکونو د بریدونو سیمو ته ټولې غځېدلې لارې تړلې دي.

راپورونه وايي چې د کابل سټار په نامه پر هوټل ډزې روانې دي.

عیني شاهدانو ویلي چې د کابل په لوېديځ د پارلمان له ودانۍ لوګی پورته کېږي.

د افغانستان د پارلمان ویاند خبري رسنیو ته ویلي چې د روسیې پر سفارت توغندي ویشتل شوي.

سیمه ییز تلوېزیونونه وايي چې د افغانستان پارلمان ته څېرمه هم ډزې روانې دي.

د هوا په تودېدو سره وسله والو طالبانو بریدونه ډېر کړي دي.

طالبان وايي چې د کابل د بریدونو موخه یې د برتانیا او جرمني سفارتونه او د ناټو مرکز و.

د دوی یوه ویاند ویلي منظم شوي برېدونه د لوېدیځو ځواکونو پر ضد د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو د پیل نښه ده.

راپورونه وايي چې لږترلږه شپږ برید کوونکو د ملي شورا ودانۍ ته څېرمه له امنیتي ځواکونو سره جګړه کړې.

د دغو بریدونو پړه وسله والو طالبانو پرغاړه اخیستې ده.

ورته مطالب