'قطر کې د طالبانو دفتر سیاسي نه، د اړیکو یوه لار ده'

زلمی رسول د انځور حقوق
Image caption زلمی رسول وايي قطر کې د طالبانو دفتر هغو مخالفانو ته د سولې یوه لار ده، چې اساسي قانون مني.

د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر استازو قطر ته د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر پر سفر او د طالبانو د دفتر پر پرانیستلو نیوکه وکړه.

دغو استازو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر پرانیستل په یو ډول هغوی ته مشروعیت ورکول وګڼل او له دې کبله یې خپله اندېښنه وښوده.

د ولسي جرګې د ځینو استازو په خبره د سولې د عالي شورا په موجودیت کې د بهرنیو چارو د وزیر زلمي رسول دغه سفر د افغان دولت موقف ته زیان رسوي.

خو ښاغلي رسول له دغه دريځ دفاع وکړه او په قطر کې یې د طالبانو دفتر سیاسي نه، بلکې د اړیکو لپاره یوه لاره وبلله.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمي رسول نن د قطر د سفر په تړاو د ولسي جرګې د استازو د پوښتنو په ځواب کې وویل چې د سولې هر ډول خبرې د افغانانو په ګټه دي ا وباید ملاتړ یې وشي.

د ولسي جرګې استازو ددغه سفر په اړه خپلې اندېښنې وښودې او ویې ویل چې د ا په یو نه یو ډول طالبانو ته مشروعیت ورکول او د افغان دولت د موقف ټیټول دي.

ددغو استازو لویه اندېښنه دا وه چې له دې ډول چلند تر ډېره بهرني هېوادونه په تېره بیا پاکستان ګټه اخلي.

بهرنی سیاست

یو شمېر نورو استازو بیا ویل چې دا نوښت تر ډېره د افغانستان د سولې د عالي شورا دنده وه او په وینا یې د بهرنیو چارو د وزارت د نړۍ په کچه د افغانستان بهرنی سیاست جوړوي نو ځکه یې باید داسې ګام نه وای اخیستی.

د سولې د خبرو د پیل لپاره طالبانو وړاندې له ګوانتانامو زندانه د یو شمېر لوړ پوړو طالبانو د خلاصون شرطونه اېښي وو، چې هغو ته هم تر ډېره مثبت ځواب ویل شوی چې همدا خپله د ولسي جرګې د استازو یوه بله نیوکه وه.

ښاغلي رسول د افغان حکومت د دریځ په دفاع کې وویل چې په قطر کې د طالبانو دفتر د هغوی پېژندل نه، بلکې دده په وینا د هغو کسانو لپاره چې د افغانستان اساسي قانون مني، یوه لاره ده چې د سولې له بهیر سره یو ځای شي.

د ولسي جرګې یو شمېر نورو استازو بیا د سولې د خبرو اترو د پر مخ وړلو لپاره د بهرنیو چارو د وزارت د ا ګام د سولې په برخه کې یوه پرمختګ په توګه وستایه او ویې ویل ځینې کسان شته چې د سولې له پرمختګ سره په افغانستان کې مخالفتونه کوي.

په قطر کې د طالبانو لپاره د دفتر پرانیستل د امریکا لخوا یوه داسې هڅه وه چې له وسله والو مخالفینو سره یې د مخامخ خبرو لپاره تر سره شوه.

افغان حکومت په لومړي سر کې ددغه دفتر د پرانیستلو لپاره دا شرط اېښی و، چې باید پخپله افغانستان د هر ډول خبرو مشري وکړي نه نور هیوادونه.

قطر ته د افغان د حکومت پلاوي په ورتګ سره د قطر چارواکو د افغانانو دا غوښتنې ته مثبت ځواب ویلی، خو د یو شمېر افغانانو اندېښنه دا ده چې ګنې په دغو خبرو کې د پاکستان ورګډول د افغانستان په ګټه نه دي.

خو افغان حکومت وایې پاکستان له دې کبله ورګډ شوی چې د طالبانو لوړپوړي چارواکي او هم د کوټې شورا د خبرو د بل اړخ په توګه په دې برخه کې ډېره ونډه لري او پاکستان کولی شي د سولې خبرو ته د هغوی هڅولو په برخه کې همکاري وکړي.

دا وروستۍ څرګندونې داسې مهال کېږي چې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي یو با صلاحیته پلاوی د سولې د خبرو لپاره کابل ته رسېدلی دی.

ورته مطالب