د ٤١ کلن صلاح الدين رباني ژوند او کار

د انځور حقوق
Image caption صلاح الدين په دري، پښتو، اردو، عربي او انگريزي ژبو پوهيږي، ميرمن يې د کندهار ده.

صلاح الدين رباني په ١٩٧١ کال کې په کابل کې زيږيدلى دى.

اصلآ د بدخشان د ولايت دى. له لومړنيو زده کړو وروسته صلاح الدين سعودي ته د لوړو زده کړو لپاره لاړ.

په ١٩٩٥ کال کې يې د پيتروليمو او معدنونو د شاه فهد له پوهنتون څخه د مارکيټينگ او منجمنت له څانگې د لسانس سند ترلاسه کړ.

په همدې ورځو شپو کې د دۀ پلار په کابل کې د مجاهدينو د حکومت ولسمشر و او طالبانو کندهار او هرات نيولى او د کابل په لور خوځيدل.

صلاح الدين په دري، پښتو، اردو، عربي او انگريزي ژبو پوهيږي، ميرمن يې د کندهار ده.

په سعودي کې صلاح الدين د هغه هيواد د تيلو په يوۀ لوى شرکت ARAMCO سره لومړنۍ دنده ومونده.

خو کال نيم لا پوره نه و چې د متحدو عربو اماراتو شارجې ته لاړ. تر ١٩٩٨ کال پورې صلاح الدين په شارجه کې مېشت و.

له ځايه بيرته افغانستان ته ستون شو او له خپل پلار برهان الدين رباني سره د ژباړونکي او سلا کار په توگه پاتې شو.

په ١٩٩٩ کال کې دى لندن ته لاړ او له کينگسټن پوهنتون څخه يې د بزنس اډمنسټريشن په برخه کې د ماسترۍ سند په ٢٠٠١ کال کې وموند. په ورپسې کال چې د طالبانو حکومت نړيدلى و صلاح الدين بيرته کابل ته راستون شو او د بهرنيو چارو په وزارت کې يې دنده ومونده.

له ٢٠٠٣ کال څخه تر ٢٠٠٦ کال پورې صلاح الدين په نيويارک کې د ملگرو ملتونو لپاره د افغانستان په استازولۍ کې د سياسي سلاکار په توگه په دنده بوخت و.

په ٢٠٠٦ کال کې دۀ د کولمبيا په پوهنتون کې د نړيوالو چارو په برخه کې د دويمې ماسترۍ لپاره ځان شامل کړ.

په ٢٠٠٨ کال کې د خپلې دويمې ماسترۍ له ترلاسه کولو وروسته بيا افغانستان ته ستون شو او د خپل پلار په سياسي گوند اسلامي جمعيت کې فعاله شو.

په ٢٠١٠ کال کې په ترکيه کې د افغانستان د سفير په توگه وټاکل شو.

کله چې دده پلار په يوه ځانمرګي بريد کې ووژل شو، صلاح الدين رباني د اسلامي جمعيت د مشر، د سولې د عالي شورا د سرپرست مشر او بالاخر د ٢٠١٢ کال د اپريل په ١٤ مه نېټه د دغې شورا د ريس په توگه د ولسمشر کرزي له خوا وټاکل شو.

ورته مطالب