تخار کې زهرجنو اوبو ۱۵۰ نجونې مسمومې کړې دي

Image caption د تېر ۲۰۱۱ کال په جون کې هم د افغانستان مرکزي ولايت باميانو د پنجاب ولسوالۍ د نجونو په ليسه کې شاوخوا ۴۰ نجونې مسمومې شوې وې.

د افغانستان شمالي ولایت تخار رستاق ډاکټرانو او سیمه ییزو چارواکو ویلي چې په دغه ولسوالۍ کې ۱۵۰ نجونې د اوبو له څښلو وروسته مسمومې شوې دي.

چارواکي وايي، مسمومې شوې نجونې روغتون وړل شوې او روغتیایي حالت یې د ډاډ وړ دی.

ډاکټران وايي چې ۴۰ نجونې یې له درملنې وروسته رخصت کړې دي.

د رستاق امنیه قومندان سیف الله صابري بي بي سي ته وویل د پېښې په اړه یې پلټنې پيل کړي دي.

که څه هم د زده کوونکو د مسمومېدو اصلي لامل نه دی په ډاګه شوی، خو ځايي چارواکو ویلي چې په اړه یې پلټنه کوي، چې ایا اوبه مسمومې شوې وې او که کومه بله بلا وه.

د افغانستان د پوهنې وزارت هم ویلي چې په دې اړه پلټنه کوي.

ددغه وزارت ویاند امان الله ایمان بي بي سي ته وویل، له پولیسو یې ددې پېښې د عاملینو د پېژندلو غوښتنه کړې ده.

ښاغلي ایمان وویل، چې په دې پېښه کې د مسمومو شوو نجونو شمېر نژدې ۲۰۰ ته رسېږي.

مسمومې شوې نجونې دا مهال د رستاق روغتون کې تر درملنې لاندې دي، خو ځینې یې له طبي ازموینو وروسته کورونو ته استول شوې.

د تېر ۲۰۱۱ کال په جون کې هم د افغانستان مرکزي ولايت باميانو د پنجاب ولسوالۍ د نجونو په ليسه کې شاوخوا ۴۰ نجونې مسمومې شوې وې.

او وړم کال هم د افغانستان په پلازمېنه کابل او او ځينو نورو ولايتونو کې هم د نجونو د لېسو نجونې مسمومې شوې وې.

هغه مهال د افغانستان روغتيايي چارواکو ويلي وو چې ددغې مسمومتيا د لاملونو په اړه پلټنې کوي، خو د دغو پلټنو پايلو تر اوسه رسنيو ته لاره ونه کړه.

ورته مطالب