دفاع وزارت وايي، پوځ غښتلی دی، خو وسایل نه لري

افغان اردو
Image caption هغسې چې افغان چارواکي وايي د افغان پوځيانو شمېر ۱۹۵زره ته رسېدلی چې په راتلونکو څو کلونو کې به يې شمېر همدا وي.

د افغانستان د دفاع وزارت پر داسې مهال د ځمکنۍ بشپړتيا د ساتلو په تړاو د خپلې بې وسۍ غږ پورته کوي چې د نژدې نيمايي هېواد امنیتي مسووليت يې له بهرنيو ځواکونو اخيستی دی.

وزارت وايي ځواکونه يې د کورني امنيت د خوندي کولو بشپړه وړتيا او چمتووالی لري، خو د بهرني امنيت ځواب د وسايلو د نشتوالي له امله نه شي ورکولی.

له نړېوالې ټولنې د دفاع وزارت غوښتنه دا ده کله چې بهرنيان له افغانستان نه وځي، ځواکونه يې د بهرنيو د بريدونو پر وړاندې په عصري وسلو سنبال کړي.

د امريکا په شيکاګو کې راتلونکې مياشت کنفرانس جوړيږي چې د سر سر ټکی به يې له ۲۰۱۴ کال وروسته د افغان پوځيانو تجهيز او تمويل وي.

د افغانستان د دفاع وزارت وياند ظاهر عظيمي وايي پوځ بايد داسې جوړ شي چې له بهرني ملاتړ پرته له کورني او بهرني امنيت دواړو په کلکه ساتنه وکړای شي.

د پوځ تمویل

که څه هم ښاغلی عظيمي د هوايي او ځمکنيو ځواکونو، روزنې او د پوځي تاسيساتو د جوړلو په برخو کې د پرمختګ يادونه وکړه، خو وايي لا هم ډېرې نيمګړتياوې او ننګونې شته چې بايد هوارې شي.

د افغان پوځ د تمويل خبره تېره ورځ افغان ولسمشر حامد کرزي هم وکړه ويې ويل چې په دې اړه يې په ستراتيژيک تړون کې له امريکا سره اختلافات لا نه دي يوې خواته شوي.

که څه هم په راتلونکو کلونو کې د افغان امنيتي ځواکونو لپاره د اړتيا وړ پيسې نه دي ځانګړې شوي، خو چارواکي وايي د افغان ځواکونو د تمويل لپاره له ۲۰۱۴ کال وروسته په کال کې څلور ميليارده ډالره په پام کې نيول شوي چې د شيکاګو په کنفرانس کې به بحث پرې وشي.

هغسې چې افغان چارواکي وايي د افغان پوځيانو شمېر ۱۹۵زره ته رسېدلی چې په راتلونکو څو کلونو کې به يې شمېر همدا وي.

وړاندې له دې داسې راپورونه وو چې ګواکې نړيواله ټولنه غواړي له ۲۰۱۴ کال وروسته د افغان ځواکونو اوسنی شمېر راکم کړي.

خو ولسمشر حامد کرزي وويل لږ تر لږه تر ۲۰۱۶ کاله پورې به د افغان ځواکونو شمېر همدا وي او وروسته له هغه به د افغانستان امنيت وضعيت ته په کتو د ځواکونو په شمېر کې ادلون بدلونه راځي.

ورته مطالب