امریکا او ناټو د امریکايي پوځیانو "ناوړه کړنه" وغندله

امریکا او ناټو په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو هغه کړنه چې د ځانمرګو بریدګرو له له جسدونو او بدن له جلا شویو غړو سره یې عکسونه اخیستي غندلې او په دې هکله یې د یوې بشپړې څېړنې ژمنه کړې ده.

سپینې ماڼې د امریکايي پوځیانو دا کړنه د نه منلو بللې او د ناټو سرمنشي اندریس فو راسموسن ویلي دا پېښه په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د ماموریت د اصولو او ارزښتونو څرګندویه نه ده.

Image caption امریکا او ناټو په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو هغه کړنه چې د ځانمرګو بریدګرو له له جسدونو او بدن له جلا شویو غړو سره یې عکسونه اخیستي غندلې او په دې هکله یې د یوې بشپړې څیړنې ژمنه کړې ده.

د ځانمرګو برید کوونکو له جسدونو او بدن له غړو سره د امریکايي پوځیانو عکسونه یوه امریکايي نیمه پوځي په ۲۰۱۰ کال کې اخیستي وو.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ددفاع وزارت د دغه ډول کړنې اجازه نه ورکوي.

د امریکايي پوځیانو ددغو عکسونو په هکله چې د لاس انجلس ټایمز ورځپانې خپاره کړي د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیټا یوې خبرې غونډې کې وویل د امریکايي پوځیانو دغه کړنه په کلکه غندي او دا د دوی استازیتوب نه کوي.

''هغه کړنه چې په هغو عکسونو کې په ډاګه شوې په بشپړه توګه هم زموږ له مقرارتو او تر دې هم مهمه زموږ له ارزښتونو نه سرغړونه ده. کله چې خبره د هغو امریکايي پوځیانو شي چې په افغانستان کې ماموریت ترسره کوي نو زه به وایم چې موږ داسی نه یو او بي له شکه چې دا عکسونه زموږ استازیتوب نه کوي.''

د امریکا د دفاع وزیر وايي په دې هکله څیړنه پیل شوې او تمه لري چې دا پیښه به په بشپړه توګه وڅیړل شي. ښاغلي پنیټا دا هم وویل چې د دغه ډول عکسونو خپرول کولای شي چې د امریکايي پوځیانو ژوند له خطر سره مخامخ کړي.

اخوا په بروکسلسز کې د ناټو سرمنشي اندریس فو راسموسن د ناټو د وزیرانو یوې غونډې ته وویل زه دغه عکسونه په کلکه غندم او د امریکايي پوځیانو دغه کړنه په افغانستان کې د ناټو د ماموریت له ارزښتونو او اصولو سره په ټکر کې ده.

ښاغلي راسموسن زیاته کړه چې دغه ډول کړنې به له افغانانو او افغان ځواکونو سره د دوی اړیکې زیانمنې نه کړی.

په کابل کې د امریکا سفیر راین کراکر هم د امریکايي پوځیانو د عکسونو په هکله په غبرګون کې ویلې چې دا کړنه غندي او دغه ډول کړنې د اخلاقو له لحاظه کړغیړنې دي او هیڅ کله د امریکايي ځواکونو ارزښتونه نه په ډاګه کوي.

امریکايي چارواکي وايي په دې هکله له څیړنې وروسته به مسوول امریکايي پوځیان د قضا منګلو ته وسپارل شي.

دغه عکسونه د یو لړ هغو پېښو يوه برخه ده چې امريکايي ځواکونه په کې ښکېل او روان کال راسپړل شوې دي.

د افغانانو مړو او بيا د قران سپکاوی او ورپسې د يوه امريکايي پوځي له لوري د کندهار پنجوايي کې د ښځو او ماشومانو وژنه داسې پېښې وې چې له افغان حکومت او وګړيو سره يې د ناټو او بهرنيو ځواکونو اړيکي ترينګلي کړل

ورته مطالب