د سولې د بهير په اړه پلاوی امريکا ته تللی

Image caption د افغانستان د سولې د عالي شورا د مشر صلاح الدين رباني تر ټاکل کيدو وروسته دا د دغې شورا د پلاوي لومړى سفر دى.

د افغانستان دسولې د عالي شورا يو پلاوى واشنگټن ته تللى چې د جوړجاړي د بهير په اړه له امريکايي چارواکو سره له نژدې خبرې اترې وکړي.

دغه پلاوى چې مشرتوب يې د سولې د عالې شورا د دار الانشا مشر کوي،تر دې مهاله له يو شمير لوړ پوړو امريکايي چارواکو سره ليده کاته کړي دي.

په کابل کې د امريکا سفير د دغه سفر پر وخت بللى او ويلي يې دي چې تللى پلاوى به د سولې د بهير په اړه د متحدو ايالتونو چارواکو ته د لومړي لاس معلومات ورکړي.

د افغانستان د سولې د عالي شورا د مشر صلاح الدين رباني تر ټاکل کيدو وروسته دا د دغې شورا د پلاوي لومړى سفر دى چې يوه بهرني هيواد ته يې کوي.

امريکا ته د دغه څلور کسيز پلاوي ليږېدنه ښايي دا مانا له ځان سره ولري چې د سولې عالي شورا تر يوه ځنډ وروسته يو ځل بيا د جوړجاړي د بهير د پياوړتيا په موخه خپلې چارې پيل کړي دي.

په کابل کې د امريکا سفير ريان کراکر وايي چې افغان پلاوي تر دې مهاله له يو شمير لوړ پوړو امريکايي چارواکو سره خبرې اترې کړي دي.

"وزير ستانکزى چې د سولې د عالي شورا ددارالانشا مشر دى،د شورا له يو شمير نورو غړو سره همدا وس مهال په متحدو ايالتونو کې دى. موږ دغه پلاوي ته هرکلى وايو،هغوى د حکومت له يو شمير لوړپوړو چارواکو او د کانگرس له غړو سره ليدلي دي. دا امريکايي چارواکو ته يو ښه فرصت دى،چې نيغ په نيغه د شورا له غړو واوري چې څه موخې لري او د جوړجاړي بهير څنگه پر مخ ځي".

ښاغلي کراکر دا سفر په ښه وخت کې وگاڼه خو په دې اړه يې نور جزيات ورنه کړل.

د افغانستان د سولې د عالي شورا مرستيال عطالله لودين د تللي پلاوي د غړو د معرفي کولو پر مهال وويل چې پلاوى د سولې د بهير د پياوړتيا په موخه متحدو ايالتونو ته ليږديدل شوي دي.

د افغانستان د سولې د عالي شورا پلاوى داسې مهال امريکا ته ځي چې وسلوالو طالبانو اوس مهال د سولې له خبرو سره پريکون اعلان کړى .

خو بله غاړه د يوې بلې مخالفې وسلوالې ډلې پلاوى کابل ته راغلى و،چې له افغان ولسمشر سره تر ليدو وروسته يې له افغان حکومت سره د جوجاړي دغه خبرې گټورې وبللې.

سره له دې چې په افغانستان کې د جوړجاړي بهير ته د خلکو هيلې ډيرې شوې دي،خو يو شمير کارپوهان داسې هم شته چې وايي دغه بهير تر اوسه لمس کيدونکې پايلې نه دي لرلي.

د سولې د عالي شورا پخوانى مشر برهان الدين رباني هم تير کال په کابل کې د يوه ځانمرگي بريدگر له خوا ووژل شو