د سپرليو معلومات به تر کلونو خوندي کيږي

د انځور حقوق AFP
Image caption د دې موافقې له مخې به ټول هغه هوايي شرکتونه چې امریکا ته الوتنې کوي له امریکا سره د مساپرو په اړه معلومات شریکوي.

له تاوده بحث نه وروسته اروپايي پارلمان په دې هکله رایه ورکړه چې د امریکا متحده ایالاتو ته دې د هغو مساپرو په هکله معلومات ورکړل شي چې له اروپايي هیوادونو امریکا ته سفر کوي.

په اروپايي اتحادیې کې د امریکا سفیر ویلیم کینارډ بي بي سي ته وویل له هوايي شرکتونو سره د مساپرو په هکله ثبت شوي معلومات به د ترهګرۍ پرضد د مبارزې لپاره کارول کیږي.

نوموړی وايي دا ډیره مهمه ده او له دې سره به امریکا ته الوتنې هم خوندي شي.

د مساپرو په هکله په هغو معلوماتو کې چې امریکا ته یې د ورکړې پر سر هوکړه شوې د مساپرو د تیلفون، او بانک نه د پور اخیستلو د کارت شمېرې، صحي معلومات او په دې اړه معلومات شامل دي چې آیا مساپرو له هوايي شرکت نه د داسې خوړو غوښتنه کړې چې له مذهبي پلوه یې د خوړولو جواز لري او کنه.

ددې چارې پلویان وايي دا به د ترهګرۍ پرضد په مبارزه کې یو لوی ګام وي خو ځیني نور بیا وايي چې ښايي دا معلومات د نورو موخو لپاره چې نه دې څرګندې شوي وکارول شي او په دې توګه د خلکو حقونه ترپښو لاندې شي.

د دې موافقې له مخې به ټول هغه هوايي شرکتونه چې له ۲۷ اروپايي هیوادونو نه امریکا ته الوتنې کوي له امریکا سره د مساپرو په اړه معلومات شریکوي.

دا چاره به یوازې اروپايي هوايي شرکتونه نه بلکې نور هغه شرکتونه هم ترسره کوي چې امریکا ته یا له امریکا نه الوتنې کوي.

تر دې وړاندې په ۲۰۰۷ میلادي کال کې د امریکا او اروپايي اتحادیې ترمنځ یوه موافقه شوې وه چې له مخې یې امریکايي چارواکو ته د مساپرونو د نومونو لېست ورکول کیده.

ورته مطالب