طالبانو د کوکنارو اړونکي تراکتور سوځولي

Image caption طالبان دغه ادعاوې ردوي خو اوس يې د کوکنارو د اړولو لپاره د تراکتورونو د سوځولو خبره منلې ده.

طالبان وايي د هلمند په ولايت کې يې هغه تراکتورونه سوځولي دي چې د کوکنارو کروندې يې خرابولې. دوى پخوا ويل چې خلک د کوکنارو کرکيلې ته نه هڅوي.

په افغانستان کې وسله وال طالبان وايي دوى د هلمند په ناد علي ولسوالۍ کې د کوکنارو د کروندو ويجاړونکي تراکتور سوځولي دي.

وسله وال طالبان ادعا لري چې شاوخوا ٣٠ تراکتورونه يې ويجاړ کړي.

د ځايي چارواکو په وينا ١٧ تراکتورونه سوځول شوي او ځينې يې شميره تر دې هم کمه بولي.

په تيرو نژدې دوو مياشتو کې د هلمند چارواکو په دغه ولايت کې د کوکنارو د کروندو د اړولو کمپاين پيل کړى دى.

دوى وايي وسله والو طالبانو څو ځلې پرې حملې کړي دي او دواړو غاړو ته په دغو نښتو کې مرگ ژوبله اوښتې ده.

افغان چارواکي وايي طالبان خلک هڅوي چې کوکنار وکري.

چارواکي ادعا لري چې طالبان د کوکنارو له کروندو ماليه اخلي او پر دغو پيسو يې جنگي ماشين چليږي.

خپله طالبان دغه ادعاوې ردوي خو اوس يې د کوکنارو د اړولو لپاره د تراکتورونو د سوځولو خبره منلې ده.

په هلمند کې چارواکي وايي په تيرو څو اوونيو کې په لسگونو زره جريبه داسې مځکه اړولې چې کوکنار پرې کرل شوي وو.

په افغانستان کې تر ټولو ډير کوکنار په هلمند کې کرل کيږي.

ورته مطالب