له نړيوالو معيارونو سره سم افغان هوايي چلند اصلاح کيږي

Image caption لسیزو جګړو د افغانستان د نورو بنسټونو ترڅنګ د ملکي هوايي چلند چارې هم سختې اغېزمنې کړې دي.

د افغانستان د عدلیې وزارت د ملکي هوايي چلند د نویو اصلاحاتو د قانون یوه طرحه ولسي جرګې ته وړاندې کړه.

افغان چارواکي وايي له تېرو ١٠ کلنو هڅو سره سره د ملکي هوايي چلند چارې له نړیوالو معیارونو سره نه دي همغږي شوي او لا هم د افغانستان الوتکې زیاتره هېوادونو ته الوتنې نه شي کولای او په تور لېست کې شاملې دي.

افغانستان د دغو ستونزو د له منځه وړلو لپاره د یو شمېر نړیوالو ادارو غړیتوب ترلاسه کړی دی.

د افغانستان د ملکي هوايي چلند قانون طرحه ١٠ فصله او ٨٩ مادې لري چې ولسي جرګې ته د څېړلو په موخه وسپارل شوه.

د عدلیې وزیر اسدالله غالب په وینا د افغانستان د ملي ستراتیژیک پرمختګ سند له مخې پر دې ټینګار کېده چې په دې برخه کې باید یوه ځانګړې اداره جوړه شي چې د افغانستان ترانسپورتي فعالیتونه له نړیوالو معیارونو سره همغږي کړي.

همدا رنګه هوايي ډګرونه پراخ کړي او هوايي خدمتونو ته یې سمون ورکړي.

نو له همدې امله د یوې مشورتي کمېټې په مرسته د قانون یوه مصوبه طرحه شوې چې په سر کې د ملکي هوايي چلند د چارو خپلواکي راځي.

"په دغه طرحه کې د جوړښت اټکل داسې شوی دی چې په بشپړه توګه یو ځانګړی ریاست او بودجوي اداره وي چې وکولای شي اصلي موخو ته ورسیږي".

خو د ښاغلي غالب په وینا د هېواد ټول هوايي ډګرونه او د هغو تاسیسات به دولتي ګڼل کیږي.

د افغانستان د عدلیې وزیر په وینا د تېرو ۱۰ کلونو له هڅو سره سره د ملکي هوايي چلند چارې لا هم له نړیوالو معیارونو سره نه دي همغږي شوي او ګڼې ستونزې لري:

"له هڅو سره سره بیا هم په دې نه دي توانېدلي تر هغه ځایه چې لازمه ده له نړیوالو معیارونو سره همغږي شي. افغانستان په تور لیست کې شامل وو او لا تر اوسه یې هم تر ډېره الوتکې بهر ته الوتنې نه شي کولای. او په سمه توګه هوايي چارې نه شي ترسره کولای. نو له همدې امله اړینه وه چې د ملکي هوايي چلند قانون ته ژوره کتنه وشي".

د تېرو څو لسیزو جګړو په ترڅ کې د افغانستان د نورو بنسټونو ترڅنګ د ملکي هوايي چلند چارې هم سختې اغېزمنې شوي دي، چې اوس یې بیا په پښو د درلو هڅې روانې دي.

په دې برخه کې د خصوصي سکتور فعالیتونه تر ډېره څرګند او روښانه دي.

ورته مطالب