کرزى: حتى که قانون هم ووايي پر څوکۍ نه پاتې کيږم

د انځور حقوق AFP
Image caption ولسمشر وويل د ولسمشرۍ ټاکنې دې يا په ٢٠١٣ او يا هم په ٢٠١٤ کال کې وشي خو زياته يې وکړ چې اساسي قانون ٢٠١٤ کال يادوي.

ولسمشر حامد کرزي هغه گنگوسې بې ځايه وبللې چې وايي دى تر ټاکلي وخت وروسته هم د ولسمشرۍ پر څوکۍ د پاتې کيدا هوډ لري.

په کابل کې حکومت مخالفې سياسي کړۍ په دې وروستيو کې څو وارې ويلي دي چې حامد کرزى په واک کې د پاتې کيدلو لپاره هلې ځلې کوي.

خو د امريکا له خبري تلويزيوني کانال سي اين اين سره په يوه مرکه کې ښاغلي کرزي وويل چې په هيڅ شرط به تر ټاکلي وخت وروسته د واک پر گدۍ پاتې نه شي.

ولسمشر کرزي وويل" ما په تيرو وختونو کې هم ډيرې گنگوسې غلطې ثابتې کړي دي او بيا به يې هم وکړم."

افغان مشر زياته کړه چې دى په هيواد کې سوله غواړي او په نړۍ کې د افغانستان د درناوي غوښتونکى دى.

دۀ وويل: " زۀ مې خپل ماشومان په همدې هيواد کې لويول غواړم او دا يوازې هغه وخت ممکنه ده چې موږ د هغه ژوند لاره خپله او درناوى يې وکړو چې منلې مو ده."

له واکه د ليرې کيدا په برخه کې د څو پرله پسې پوښتنو په ځواب کې حامد کرزي وويل:

"بالکل واک پريږدم. همدا د افغانستان اساسي قانون راته وايي. خو که حتى اساسي قانون اجازه هم راکړي دا ښه خبره نه ده چې يو کس دې د ولسمشرۍ پر څوکۍ نژدې ١٢ کاله ناست وي."

د خپل ځاى ناستې په باب هم ښاغلي کرزي يو څه رڼا واچوله او ويې ويل:

" موږ يوۀ ځوان، تازه دمه فکر ته اړتيا لرو چې رامخته شي او ښايي داسې يوۀ کس ته اړ يوو چې تر موږ هم مسايلو ته په لا نوښتگره بڼه وگوري او دا هيواد پر مخ بوځي."

ولسمشر وويل د ولسمشرۍ ټاکنې دې يا په ٢٠١٣ او يا هم په ٢٠١٤ کال کې وشي خو زياته يې وکړ چې اساسي قانون ٢٠١٤ کال يادوي.

حامد کرزي وويل دى له ځان سره او له ملگرو سره په خبرو کې د ولسمشرۍ د ټاکنو پر نېټې ځکه فکر کوي چې نړيوال ځواکونه په ٢٠١٤ کال کې وځي.

دۀ وويل غور په دې کوي چې د بهرنيو ځواکونو د وتلو نېټه مخته کړي که د ولسمشرۍ د ټاکنو وخت وړاندې کړي.

په دې وروستيو کې د ولسمشرۍ يوۀ مخکيني مرستيال ضيا مسعود ويل چې ښاغلى کرزى طالبان راستنوي خو د سي اين اين د يوې پوښتنې په ځواب کې دۀ وويل دوه درې کاله وړاندې لا د طالبانو ستنېدل او واک ته رسيدل ممکن و اوس دا کار شونى نه دى.

ښاغلي کرزي دلايل ورنه کړل چې ولې اوس د طالبانو د واک ته رسېدا امکان ختم شوى دى.

افغان ولسمشر وويل که چيرې طالبان په حکومت کې ځاى هم ومومي د ښځو پر حقونو سترگې نه شي پټولى.

دۀ يې دليل د افغانستان د حالاتو بدلون وبالۀ او ويې ويل د دۀ هيواد دومره بدل شوى چې څوک يې فکر هم نه شي کولى.

ورته مطالب