افغانستان کې سېلابونو ۲۴ کسان وژلي

سېلاب د انځور حقوق
Image caption دغه سېلابونه افغانستان کې د وروستیو موسمي بارانونو له کبله راوتلي دي.

د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې راوتلو سېلابونو سخت مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

افغان چاروکو ویلي چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې سېلابونو لږترلږه ۲۴ افغانان وژلي او سلګونه هکټاره کرنیزه ځمکه یې له منځه وړې ده.

د شمالي ولایتونو بلخ، سرپل، بغلان او همداشان د لوېديځ هرات ولایت چاراوکو ویلي چې په دې ولایتونو کې نیزونو (سېلابونو) سلګونه کورونه ړنګ کړي دي.

د سیمه ییزو چاروکو سربېره ځايي خلکو ویلي چې اغېزمنو خلکو ته ډېر لږ مرستې رسېدلې دي.

چارواکو ویلي، چې لایې هم ارزونه نه ده بشپړه شوې، او په ځينو سیمو کې لاهم سېلابونه راتلونکي دي.

دغه سېلابونه افغانستان کې د وروستیو موسمي بارانونو له کبله راوتلي دي.

د بلخ د ولايتي شورا رییس ډاکټر محمد افضل حدید د ځپل شوو سیمو د لیدنې پرمهال وویل چې لږترلږه پنځلس کسان په دغه ولایت کې د سېلابونو له کبله له منځه تللي او سلګونه کورونه او هټۍ ویجاړې شوې دي.

ښاغلي حدید دا هم وویل چې کشن ده ولسوالۍ ته د لارې د بندېدو له کبله دغې ولسوالۍ ته له ټاکل شوي پلاوي سره په تګ ونه توانېد.

نوموړی زیاتوي، چې سلګونه څاروي لاهم په دغه ولایت کې سېلابونو له منځه وړي دي.

بل خوا د هېواد په شمال ختيځ بغلان ولایت کې چارواکو ویلي چې ددغه ولایت په یو شمېر سیمو کې سېلابونو لږترلږه اته کسان وژلي.

د بغلان ولایتي ویاند محمود حقمل بي بي سي ته وویل، ددغو سېلابونو تر ټولو زوروره ځپه پر بورکه او دهنه غوري ولسوالیو راغلې، چې درانه زیانونه یې اړولي.

له یوه بل شمالي ولایت سرپل هم راپورونه وايي چې سېلاب هلته یو کس وژلی دی.

او په لوېديځ هرات ولایت کې هم تازه سېلابونو لږترلږه پنځه کسه وژلي او ۲۳ نور یې سخت ژوبل کړي دي.

د هرات د طبيعي پېښو او بېړنیو حالاتو رییس عبدالحمید مبارز حمیدي وايي دغه سېلابونه د هرات په څلورو ولسوالیو کې راغلي، چې ګڼ کورونه یې ویجاړ کړي دي.

ښاغلی حمیدي زیاتوي، سیمې ته د دقیق زیان د څرګ لګولو لپاره یوه چټکه ډله استول شوې ده.

ورته مطالب