م م: افغان حکومت چاپېريال ساتنې ته ډير پام نه دى کړى

Image caption د هرې ورځې په تيرېدو سره چاپيريال ککړيږي او د ځمکې د تل اوبه هم ورسره خوسا کيږي.

نن د اپريل ۲۲ نيټه ده چې د ځمکې د نړيوالې ورځې سره برابره ده.

په دغه ورځ افغان چارواکو ومنله چې په دغه هېواد کې د کرنيزو ځمکو د ولکه کولو او د ځنگلونو د پرې کولو په مخنيوي کې پاتې راغلي.

دغه چارواکي وايي چې کرنيزې ځمکې د زور واکانو له خوا ولکه کيږي او شنه ځنگلونه هم د همدغو سيمه ييزو واکمنانو له خوا په لوى لاس پرې کيږي .

په کابل کې د ملگرو ملتونو د چاپيريال ساتنې مشر پر افغان حکومت نيوکه کوي چې د چاپيريال ساتنې لپاره يې کوټلي گامونه نه دي پورته کړي .

په هغې غونډه کې چې د شنه کلپ په نامه يوې ټولنې په کابل کې جوړه کړې وه برخه والو په افغانستان کې د چاپيرال د ککړتيا په اړه انديښنه وښوده.

گډونوالو ويل چې د هرې ورځې په تيرېدو سره چاپيريال ککړيږي او د ځمکې د تل اوبه هم ورسره خوسا کيږي.

د کابل پوهنتون د ځمک پيژندنې د پوهنځي مشر محمد نعيم اقرار هغه ژورې څاگانې هم د يوه گواښ په توگه يادې کړې چې دا مهال د افغانستان په ډيرو سيمو کې په خلاص مټ کيندل کيږي.

د ښاغلي اقرار په خبره چې د دغو څاگانو ايستنې د ځمکې په تل کې د اوبو کچه ټيټه کړې او وچکالۍ ته يې لاره پرانيستې:

"په افغانستان کې د اوبو له لوري راپورته شوى ناورين به په راتلونکي کې ډير جدي وي ، دا به ستره بد مرغي وي، د دغې ورځې يوه موخه دا ده چې د هغې ځمکې غږ پورته کړو چې د مرگ او ذوال په حالت کې ده. په تيره بيا په افغانستان غوندې هېواد کې تاسو همدا اوس هم د ځمکې چيغې، نارې او سورې اورﺉ".

افغان چارواکي وايي په دغه هيواد کې هره ورځ له زرو نه نيولې تر يو نيم زرو پورې جريبه ځمکه د زور واکو له خوا ولکه کيږي چې تر دې د مه د ولکه شويو ځمکو کچه څلور ميلونو جريبه ته رسيپږي.

په همدې حال کې د دغو چارواکو خبره ده چې دا مهال د زور واکو د ولکې نه د ځمکو د خلاصولو واک او ځواک هم نه لري .

خو د ملگرو ملتونو د چاپيريال ساتنې اداره بيا د کابل اداره پر دې گرموي چې گواکې د چاپيريال ساتنې او ځمکې ته د نه ارزښت په ورکولو کې يې ناغېړې کړې.

انډريو سکانلن د دغې ادارې مشر دى او وايي افغان دولت په دې برخه کې د زړه له تله گام نه دى اخيستى:

"افغان حکومت د چاپيريال ساتنې د بېلا بېلو برخو لپاره مختلف پروگرامونه جوړ کړيدي، د هوا ، اوبو او چاپيريال ساتنې په اړه يې هم پروگرامونه تر لاس لاندې دي، خو په عملي بڼه هيڅ هم نه دي شوي.پلانونه بد نه دي قوانين هم ښه جوړ شوي ، خو عملي بڼه نه لري ."

دا رنگه کابل ښاروال هم د ځمکې د نړيوالې ورځې په تړاو خبرې وکړې.

هغه وويل سږ کال يې په دغه ښار کې تر دوه نيم مليونو زيات نيالگي کينولي ، او په وينا يې هڅه کوي چې د دغو کينول شويو نيالگيو سمه پالنه او روزنه هم وکړي.

هغه په کابل ښاريانو په ځانګړې توکه بيا د ښوونځيو په زده کونکو د هغو کتابونو د ويش د لړۍ خبره هم وکړه چې د ده په ټکو تر ډيره کولاى شي چې ځوانان د چاپيريال ساتنې او د هغې ارزښت ته ځير کړي.

د ١٩٦٢ کال راهيسې د اپريل ۲۲ نيټه د ځمکې د نړيوالې ورځې په نامه په ټوله نړۍ کې لمانځل کيږي.

د دغې ورځې لمانځنه خلکو ته دا وريادوي چې هغه ځمکه له پامه و نه غورځوي چې دوى په کې ژوند کوياو له ټولو نعمتونو نه يې خوند اخلي .

ورته مطالب