'د کانګرسي غړو څرګندونې د حکومت رسمي نظر نه دی'

راین کراکر د انځور حقوق Reuters
Image caption راین کراکر وايي د امریکا متحده ایالاتو حکومت د افغانستان خلکو او د هغوی یووالي ته درناوی لري.

په افغانستان کې د امریکا سفیر ویلي، د ملي جبهې له ځینو غړو سره د کانګرس د یو شمېر غړو څرګندونې د امریکا د حکومت نظر نه، بلکې ددغو استازو شخصي نظر دی.

راین کراکر دا څرګندونې سوېلي ولایت کندهار ته د سفر پرمهال کړې دي.

نوموړي ویلي، د کانګرس د غړو دا څرګندونې، چې ګني د افغانستان د اوسنیو سیاسي ستونزو لپاره ښه بدیل پارلماني نظام دی، د امریکا د حکومت نظر نه څرګندوي.

درناوی

هغه وویل چې د امریکا متحده ایالاتو حکومت د افغانستان خلکو او د هغوی یووالي ته درناوی لري.

تېره ورځ (یکشنبه/ اپریل ۲۲) د افغان حکومت سیاسي ایتلاف ''د افغانستان ملي جبهه'' او د امريکا د کانګريس یوه پلاوي دوو ساعتونو لپاره د تړلو دروازو تر شا له خبرو وروسته اعلامیه خپره کړه.

په ویناپاڼه کې دوی له هېواده د بهرنيو ځواکونو د وتلو تر بشپړېدو وړاندې، د افغانستان په سياسي نظام کې د ژورو اصلاحاتو دراوستو اړتیا اړینه بللې وه.

د پرېکړه لیک په بڼه اعلامیه کې کښل شوي وو چې ''په دې باور یو چې فساد او د افغانستان په موجوده نظام کې د روڼتيا نه شتون ريښه، د اوسني نظام په جوړښت کې ده.''

راین کراکر د کندهار خبري غونډې ته یوځل بیا له افغانستان سره د خپل هېواد پر اوږد مهالو مرستو ټینګار وکړ او وویل چې د امریکا حکومت به د هغه نظام ملاتړ کوي چې د افغانانو له خوا ټاکل شوی وي.

ورته مطالب