فهیم وايي د سولې لپاره دې طالبانو ته سیاسي واک ورکړل شي

قسیم فهیم د انځور حقوق Getty
Image caption د ولشمسر لومړی مرستیال وايي، په هغه صورت کې په افغانستان د سیاسي نظام بدلون شونی دی، چې د افغانستان حالت ورته برابر وي او خلک یې د ځان په ګټه وګڼي.

د افغان ولسمشر لومړی مرستیال وايي په افغانستان کې د سولې راوستو لپاره باید طالبان په سیاسي واک کې ورګډ کړای شي.

خو د هغه په وینا دا هغه وخت شونې ده چې طالبان هم د افغان حکومت د سولې شرطونه ومني.

دا لومړی ځل دی چې د افغان حکومت یو لوړپوړی چارواکی له طالبانو سره د سیاسي واک د ویش خبر کوي.

مارشال محمد قسیم فهیم چې د سولې د عالي شورا د مشر صلاح الدین رباني د پېژندلو په مراسمو کې یې خبرې کولې، وویل له طالبانو سره د سولې هڅې موخې ته د رسېدو لپاره باید ددې ډلې غوښتنې ومنل شي.

ښاغلی فهیم وايي د یوې ډلې ځپل او د بلې ډلې واک ته رسېدل په افغانستان کې سوله نه شي راوستی، او په هېواد کې د ټولو خواوو د یو بل منلو ته اړتیا ده چې د یو بل حقونو ته درناوی پکې وي:

''موږ باید دا ومنو چې ناراضه کسانو ته په سیاسي برخه کې واک ور کړو او هغوی دې هم د پردیو له استعمار څخه ځان راخلاص کړي او په دې هېواد کې دې سره راغونډ شي.

یو اړخیزه سوله

موږ باید د دې خاورې د پرمختګ لپاره کار وکړو. که یو اړخیزه سوله غواړﺉ، نو باوري یم چې سوله نه راځي. که موږ طالب ته ووایو چې صاحب راځه ته زموږ عسکر شه او زه به دې بادار یم نو هغه یې نه مني او بیا هم په غره کې اوسیږي. هغه وخت به یې ومني چې غوښتنې یې پوره شي. دوی هم باید سولې له شرایطو سره ځان برابر کړي.''

د افغان ولسمشر لومړي مرستیال له سیاسي ډلو وغوښتل چې په هېواد کې د امنیت ټینګولو او تاوتریخوالي پای ته رسولو لپاره په ګډه کار وکړي.

ښاغلي فهیم خبرداری ورکړ که دغه هڅې کومې پایلې ته ونه رسیږي نو افغانستان به ډېرو ناامنیو سره مخ شي:

''په زغرده باید ووایم چې موږ د نهیلۍ په لور روان یو، او ددې خطر شته چې دغه نسبي امنیت چې په هېواد کې رامنځ ته شوی له منځه لاړ شي. زمو په هېواد کې سیاسي غوښتنې او تمې دوره ډېرې شوي چې زموږ خلک د نا امیدي په لور بیايي.

زما هیله دا ده راځی چې په هېواد کې د سیاست لپاره مساعده فضا رامنځ ته کړو''.

صلاح الدین رباني تېره اوونۍ د سولې د عالي شورا د مشر په توګه وټاکل شو، هغه په خپلو خبرو کې د سولې راوستو په برخه کې له بېلابېلو هېوادونو مننه وکړه.

هغه له سعودي عربستانه وغوښتل چې د اسلامي هېوادونو تر منځ په افغانستان کې د سولې راوستو لپاره له خپل اغېزه ګټه واخلي:

''د سعودي عربستان له حکومت او په ځانګړې توګه د حرمین شریفین له خادم څخه مننه کوو چې زموږ په هېواد کې یې د سولې په راوستو کې هڅې کړې دي.

تمه لرو چې د اسلامي نړۍ د مرکز په توګه له خپل اغېز څخه په ګټې اخیستنې سره په افغانستان د سولې او ثبات د ټینګېدو په برخه کې ډېره ونډه واخلي''.

د افغانستان د سولې عالي شورا تېر کال د مشورتي جرګې د سلا پر بنسټ په کابل کې جوړه شوه، چې مشري د جمعیت اسلامي مشر برهان الدین یې مشر وټاکل شو، خو هغه په خپل کور کې د ویه ځانمرګي برید په ترڅ کې ووژل شو.

د دغې شورا مشرۍ ته د صلاح الدین رباني غوره کېدو د شورا د غړو تر منځ مخالفتونه راپورته کړل، آن تر دې چې ددې شورا غړي صبغت الله مجددي له خپلو ټولو حکومتي دندو استعفا وکړه.

ورته مطالب