له امريکا سره د افغان تړون جزييات روښانه شول

سپنتا د انځور حقوق .
Image caption د ملي امینت مشاور وویل، د دغه مسودې تر لاسلیکېدو یو کال وروسته به د افغانستان او امریکا ترمنځ د پوځي اډو په ګډون نورې امنیتي پریکړې هم روښانه شي.

د افغانستان د ملي امنیت مشاور رنګین دادفر سپنتا، د امریکا او افغانستان ترمنځ د اوږدمهالې ستراتیژیکې ملګرتیا د مسودې په اړه ولسي استازو ته مالومات ورکړل.

دغه مسوده، چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته د دواړو هیوادونو ترمنځ د همکارۍ چوکاټ برابروي ، پرون د ښاغلي سپنتا او په کابل کې د امریکا د سفیر راین کراکر له خوا بشپړه شوه.

ښاغلي سپنتا وویل، په دغه طرحه کې د ټولو هغو پریکړو لپاره چوکاټ جوړ شوی، چې ټاکل شوې کابل او واشنګټن یې په نژدې راتلونکې کې لاسلیک کړي.

د افغانستان او امریکا ترمنځ دغه مسوده اته فصلونه لري، چې د افغان ځواکونو پياوړتیا، په امنیتي برخو کې مرستې، د القاعده پرضد مبارزه او د خپلواکۍ ساتل یې مهم برخې دي.

د افغانستان د ملي امنیت مشاور، رنګین دادفر سپنتان د دغې مسودې په اړه ولسي استازو وویل، دافغان ځواکونړ پياوړتیا، تل پاتې امنیت او په خپلواک توګه د هیواد دفاع د مسودې د بشپړیدو تر ګردو سختې خبرې وي. ښاغلي سپنتا وویل، دغه طرحه د افغانستان ثبات او ټیکاو لپاره خورا ګټوره ده:

د ناټو معیارونه

''په دریم فصل کې راغلي، چې په افغانستان د امنیت او ثبات د ټینګښت، په سیمه او نړۍ کې د امنیت او ټیکاو لپاره به دواړه اړخونه خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

دارنګه دواړه لوري به د القاعده او د هغوی د ملګرو د ګواښونو له منځه وړلو او د افغانستان د خپلواکۍ او ملي حاکمیت پر وړاندې د کواښونو د ختمولو لپاره، د پریکړو پر بنسټ خپلې هڅې همداسې روانې ساتي.

د افغان ځواکونو سمبالښت باید د ناټو ځواکونو له معیار سره برابر وي؛ ځکه د ناټو معیارونه د ملي پوځ، پولیسو او امنیت لپاره اړین دي.''

په دغه سند کې ویل شوي، چې امریکا به هر کال یوه اندازه پيسې د افغان ځواکونو دپياوړتیا لپاره له کنګراس څخه غواړي، چې افغان ځواکونه په خپلواک ډول خپل هیواد له کورنیو او بهرنیو ګواښونو خوندي کړای شي. خو د دغو پیسو کچه په مسوده کې په لیکلې بڼه نه ده روښانه شوي او دا هغه څه دي، چې ولسمشر کرزي یې غوښتنه کوله.

ښه حکومتوالي، د ظرفیتونو لوړالی، د روغتیایې خدماتو پرمختګ د فساد پر وړاندې مبارزه او بشري حقونو نور هغه مسایل دي، چې په مسوده کې پرې ټینګار شوی دی.

په سند کې امریکا پریکړه کړې، چې خپل پراختیايي پروګرامونه به داسې برابروي، چې د ۲۰۱۲ کال تر پایه د افغانستان لپاره خپله پراختیایې بودجه اتیا سلنه مصرفوي.

په پام کې ده چې ددغه سند پربنسټ د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په مشرۍ، د سند د ارزونې، څرنګوالي او تطبيق په موخه یو ګډ کمیسیون جوړ او په کال کې یو ځل لیده کاته ولري.

په مسوده کې ویل شوي، چېله لاسلیکید یوکال وروسته به، د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي تړون په نامه یو بل سند هم لاسلیک شي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption افغانستان کې د امریکايي پوځيانو پاتېدل د یوه بل تړون له مخې ارزول کېږي.

ښاغلي سپنتا وویل، په دغه سند کې به د امریکا له لوري د افغانستان له پوځي بنسټونو د ګټې اخیستو څرنګوالی په ډاکه شي: ''موږ پریکړه کړې، چې د پوځي اډو، د امریکايي ځواکونو د مسؤولیتونو او حقونو بحث له دغه قرارداده وباسو، ځکه چې پېچلی و او ډېرې ستونزې یې درلودې. بالاخره دواړه لورو پرېکړه وکړه، چې لږ تر لږه یو کال وروسته یو بېل امنیتي قرار داد، چې په هغه کې د پوځي اډو ممکنه ورکړه، او که د امکان په صورت کې امریکا ته اډې ورکړل شي، باید د اډو شمېر، له اډو نه د ګټې څرنګوالی، د امریکا مسؤولیت د افغانستان د قوانینو پلي کول په کې مالوم شي.''

په پام کې ده د افغانستان او امریکا ترمنځ د اوږدمهالې ستراتیژیکې ملګرتیا مسوده ،په شیکاګو کې د ناټو د راتلونکې میاشتې له سرمشریز مخکې لاسلیک شي.

دغه سند هغه وخت پلی بلل کېږي چې د افغانستان او امریکا پارلمانونه یې تصویب کړي.

افغان حکومت څو څو ځلې د دغه سند پر اهمیت ټينګار کړی او وايي چې په جوړولو کې یې له سخت دقت کار اخیستی ان دا چې مسوده یې تر شل ځلو ډېره چمتو کړې ده.

دغه تړون به له ۲۰۱۴ کال وروسته، د لسو کالو لپاره د تطبیق وړ وي.

ورته مطالب