کابل د کانګرس غړي ته ويزه ورنه کړه

Image caption کارپوهان وايي دا پيښه د افغانستان او امريکا په اړيکو کې ترينګلتيا ښيي.

افغان چارواکي وايي د امريکا د کانګرس يو جګپوړي غړي ته يې چې پر افغان حکومت يې تل نیوکې کړي دغه هېواد ته د داخليدو اجازه نه ده ورکړې.

چارواکو بي بي سي ته ويلي چې دانا روهرابچر ته يې ويزه نه ده ورکړې او له دوبۍ نه يې افغانستان ته له سفره منع کړی.

ښاغلي دانا په وار وار افغان دولت په فساد تورن کړی او افغان چارواکي بیا نوموړی په دې تورنوي چې ملي يوالي ته زيان رسوي او اغيز يې کموي.

کارپوهان وايي دا پيښه د افغانستان او امريکا په اړيکو کې ترينګلتيا ښيي.

په کابل کې د بي بي سي خبريال وايي دا پيښه په يوه حساس وخت کې را منځ ته کيږي.

افغان چارواکو وويل:

"د کانګرس دغه غړی د جمعې په ورځ په دوبۍ کې هغه مهال ودرول شو چې غوښتل يې له مله پلاوي سره کابل ته ولاړ شي. چارواکو وويل چې د پلاوي نورو غړو ويزې درلودې خو له ده سره نه وه".

داسې ويل کيږي چې د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هیلري کلنټن کانګرس غړي دانا ته د ولسمشر کرزي هغه پيغام هم ورکړی وه چې دی به افغانستان ته نه شي تلای.

ښاغلي دانا چې د امريکا د کانګرس د بهرنيو اړيکو د کمېټې دننه د يوې وړې کمېتې مشرهم دی په وار وار په افغانستان کې د سياسي نظام د بدليدو او په دې هېواد کې د فساد د څيړولو غوښتنه کړې ده.

افغان چارواکو بي بي سي ته ويلي چې ښاغلی دانا يې پر دې علاوه د هغو غونډو لپاره هم هېواد ته له راتلو منع کړی چې د جرمني په برلين کې يې د افغانستان له ځينو سیاستوالو سره د دې هېواد د نظام د پارلماني کيدو په اړه درلودې.

افغان چارواکي د ښاغلي دانا دغه کړنې د هېواد په کورنيو چارو کې د مداخلې برابر بولي.

يوه چارواکي د بي بي سي خبريال ته وويل:

"هر هغه څوک چې د افغانستان په داخلي چارو کې لاس وهنه کوي د دې حق نه لري چې دې هېواد ته راشي".

په کابل کې د امریکا سفارت په بيړه د دې جزیاتو په اړه غبرګون څرګند کړ او ویې ويل چې د ملي جبهې له ځینو غړو سره د کانګرس د یو شمېر غړو څرګندونې د امریکا د حکومت نظر نه، بلکې د دغو استازو شخصي نظر دی.

ښاغلی دانا په افغانستان کې د شوروي یرغل له وختونو اوږده سابقه لري.

هغه مهال نوموړي د روسانو پر ضد جنکيدونکي مجاهدينو سره ليده کاته کول.

دا په داسې حال کې ده چې د يکشنبې په ورځ (د اپريل ۲۲) افغان او امريکايي چارواکو تر مياشتو میاشتو خبرو اترو وروسته د دواړو هېواد ونو تر منځ د اوږد مهالو ستراتيژيکو اړيکو د تړون مسوده لاسليکيدو ته چمتو شوه.

ورته مطالب