افغانستان کې د انټرنېټ بیه درې برابره راټيټه شوې ده

انټرنېټ کارکوونکې
Image caption افغانستان کې د سیمې د هېوادونو په پرتله د انټرنېټ بیې ډېرې لوړې دي.

د افغانستان د مخابراتو وزرات په هېواد کې د انټرنېټ بیه نژدې درې برابره راټیټه کړې ده.

شاوخوا لس کاله مخکې په افغانستان کې ډېر لږ شمېر خلک له انټرنېټ سره اشنا وو، چې د چارواکو په وینا اوس د هېواد په بېلابېلو برخو کې دغه اسانتیاوې پراخې شوې دي.

د افغانستان د مخابراتو وزیر امیرزي سنګین په وینا په افغانستان کې لا هم د انټرنېټ بیې لوړې او سرعت له غوښتنو سره نه وو، نو له همدې امله یې په اوسنیو بیو کې نژدې شپیته سلنه کموالی راوست:

''د انټرنېټ د یوه میګا بایټ نوې بیه اوس درې سوه ډالره ده، یو کال وړاندې دا بیه نهه سوه ډالره وه چې اوس درې سوو ډالرو ته راټیټه شوې ده.

دا بیې به په همدې حال پاتې نه شي. زه تاسو ته ډاډ درکوم چې ان شاء الله شپږ یا نهه میاشتې وروسته به پر دغو بیو بیا کتنه کیږي او نورې به هم راټیټې شي''.

په افغانستان کې د انټرنېټ کمزورې چټکتیا او لوړې بیې هغه څه دي چې کارونکي یې تل په اړه شکایت کوي. خو نویو د نویو بیو ټاکلو یو شمېر کسان هیله مند کړي دي.

د ښاغلي سنګین په وینا په هېواد کې د انټرنېټ په برخه کې ترسره شوې چارې کافي نه دي او باید ډېر کار وشي.

له تېرې یوې لسیزې راهیسې په افغانستان کې د معلوماتي ټيکنالوژۍ په برخه کې ډېر کار شوی، چې له هغې ډلې د افغانستان شاوخوا ٪۸۵ خاوره د مخابراتي آسانتیاوو تر پوښښ لاندې راغلې چې د چارواکو په وینا پاتې پنځلس فیصده برخې ته یې د امنیتي ستونزو له امله نه دي توانېدلي چې دا مخابراتي آسانتیا برابره کړي.

ورته مطالب