''که قانوني ستونزه نه وي، ولسمشریزې ټاکنې مخکې کېدی شي''

فضل احمد معنوي د انځور حقوق Reuters
Image caption معنوي وايي چې د ټاکنو د مهال وېش بدلون باید پر اساسي قانون د څار کميسیون له خوا هم وڅېړل شي.

د ولسمشر حامد کرزي تر دې څرگندونو وروسته چې ويلي و له ۲۰۱۴ کال څخه د ولسمشريزو ټاکنو د رامخکې کولو په اړه سلا کوي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کميسیون ويلي چې ولسمشر ورسره په رسمي توگه دا خبره نه ده شريکه کړې خو نظر يې دادى که دا خبره له اساسي قانون او د ټاکنو له قانون سره په ټکر راشي، شونتيا يې نه ليدل کېږي.

خو د ياد شوي کميسیون مشر فضل احمد معنوي بي بي سي ته ويلي دي، که قانوني ستونزه نه وي نو کېدى شي چې د يوه عامه مصلحت په توگه د ټاکنو په مهال وېش کې بدلون راشي.

شاوخوا دوه اوونۍ مخکې ولسمشر حامد کرزي دداسې پوښتنو د راټوکېدو خبره کړې وه چې ايا په ٢٠١٤ ميلادي کال کې به ددوو سترو چارو چې يوه يې ولسمشريزې ټاکنې دي او بله يې له دغه هيواده د بهرنيو ځواکونو وتل دي سم مديريت وشي او که نه.

ښاغلي کرزي ويلي وو چې له دغو دوو بهيرونو څخه د يوه د رامخکې کولو په اړه سلا مشورې کوي.

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کميسون مشر فضل احمد معنوي وايي چې ده هم د ولسمشر څرگندونې له رسنيو اوريدلي او په رسمي ډول يې پر دې اړه څه نه دي تر لاسه کړي.

خو وايي که د ټاکنو رامخکې کول له اساسي قانون يا له ټاکنو سره په ټکر کې راشي څرگنده خبره ده چې شونتيا به ونه لري:

''تر اوسه دا قضیه له ما سره نه ده شریکه شوې، د رسنیو له لارې مې اورېدلې ده، کله چې رسماً له موږ سره دا موضوع شریکه شي، موږ یې ارزوو، که چېرې په اساسي قانون او د ټاکنو په قانون کې کومه ستونزه په کې نه وي، موږ څه نیوکه نه لرو، خو که ستونزه وي، بیا ښکاره خبره ده، چې د ټاکنو مهال نه شي بدلېدلی.''

ښاغلي معنوي وويل چې يوازې همدا قوانين نه دي، وايي نور حقوقي بنسټونه او په ځانگړي ډول پر اساسي قانون د څار کميسیون هم بايد دا خبره وڅېړي.

عامه مصلحت

خو نوموړي دا هم وويل که دا چاره قانوني ستونزه ونه لري شونې ده چې د يوه عامه مصلحت په توگه د ولسمشريزو ټاکنو مهال رامخکې کړل شي.

د ''حق او عدالت'' په نامه يوه گوند په دې وروستيو کې د ولسمشر وروستۍ څرگندونې د نظام او قانون تر منځ ټکر بللى و او ويلي يې وو چې گواکې حکومت له قانوني لارې بهر پل ږدي.

''حق او عدالت'' گوند دا هم ويلي وو چې د ټاکنو څرنگوالى او مهال ټاکل د ټاکنو د خپلواک کميسیون له دندو څخه دي او ولسمشر بايد دې برخې ته لاس اوږد نه کړي.

خو د ټاکنو خپلواک کميسیون وايي چې دا يوه سياسي او حقوقي پرېکړه ده او له دوى سره يوازې د ټاکنو تخنيکي اړخ تړاو لري.

ورته مطالب