د افغانستان بې پایښته سیاسي ګوندونه

د انځور حقوق bbc
Image caption کارپوهان وايي اپوزيسيون چې په ولسواکو نظامونو کې اغيزناک رول لري،په افغانستان کې يې ريښتوني بڼه نه ده ليدل شوې.

افغانستان د سيمې له هغو څو هيوادونو څخه دى چې په چټکۍ سره په کې سياسي ټلوالې جوړيږي او بيرته په هماغې چټکۍ سره ړنگيږي.

په تيره يوه لسيزه کې په افغانستان کې په بې ساري ډول گڼ گوندونه او ټلوالې جوړې شوې دي.

گډو گټو د پرون ورځې غليمان ددوستانو په څير پر يوه ټغر غونډ کړې دي، تر دې چې په ځينو برخو کې يې قامي او مذهبي پولې هم ړنگې کړې دي.

خو پوښتنه داده چې دغه گوندونه او ټلوالې تر کومه ځايه پر ولسواکو ارزښتونو او بنسټونو ولاړې دي، او د افغان حکومت مخالفې ټلوالې تر کومه کچه د حکومت ريښتونى اپوزيسيون بللى شو.

د افغانستان د کابل پوهنتون د حقوقو پوهنځي استاد نصرالله ستانکزى د يوه ريښتوني اپوزيسيون ځانگړتياوې داسې په گوته کوي.

گوندونه د يوه ولسواک نظام ستنې بلل کيږي.

همدغه گوندونه وي چې د اپوزيسيون په بڼه را له بره کيږي،او په نظام کې سمونو ته لارې هواروي.

يو شمير کارپوهان بيا وايي چې په يو هيواد کې ريښتونى ولسواک نظام نه وي د ريښتوني مخالفې سياسي ټلوالې رامنځ ته کيدل هم نا شوني دي.

په افغانستان کې حالت څنگه دى ايا په دغه هيواد کې يو ريښتوني اپوزيسيون رامنځ شوې دى؟

د افغانستان د ولسي جرگې غړى او سياسي کارپوه رمضان بشر دوست همدغه پوښتنه ځوابوي.

که تير په پام کې وي نو دا سې بريښي چې په دغه هيواد کې سياسي ټلوالې د اوږده مهال لپاره نه بلکې د لنډ وخت لپاره جوړيږي او بيرته ړنگيږي.

کارپوهان ددغه هيواد پر سياسي ټلوالو بله نيوکه دا کوي چې گواکې د گوندونو د تگلارو د غوښتنو پر بنسټ نه جوړيږي،او يوازې د يو شمير کسانو د واک خوښنۍ پر بنسټ راټوليږي.

خو سياسي گوندونه دغه نيوکې سمې نه بولي او وايي چې گواکې گوندونه يې د خلکو د حقونو د خونديتوب، ملي گټو او د حکومت د بې ځايه گامونو د مخنيوي پر بنسټ ولاړ دي.

ورته مطالب