ایساف وايي د خوست شپني عملیات د افغان ځواکونو په مشرۍ شوي

بهرني ځواکونه د انځور حقوق AP
Image caption د روان اپرېل په لومړیو کې افغان حکومت په دې هيواد کې ميشتو ناټو ځواکونو سره يو داسې پريکړه ليک لاسليک کړ چې له مخه به يې شپنيز عمليات د افغان امنيتي ځواکونو له خوا تر سره کېږي.

د خوست امنیتي چارواکو بي بي سي ته وویل، چې تېره شپه په دغه ولایت کې د نړیوالو ځواکونو له لوري عملیات شوي دي.

خو په کابل کې د ایساف یوه ویاند بي بي سي ته وویل، چې دغه عملیات د افغان ځواکونو په مشرۍ امریکايي ځواکونو ترسره کړي دي.

جېسن ویګنر بي بي سي ته وویل، چې دغه عملیات د حقاني شبکې د یوه قومندان 'نعمت' د نیولو په موخه شوي، چې په وینا یې د افغان او بهرنیو ځواکونو پرضد یې د سړک غاړې د ماینونو او بریدونو مسؤولیت پرغاړه و.

د ایساف ویاند په دې عملیاتو کې د ولسي مرګې ژوبلې په اړه بې خبري وښوده.

دغه ویاند ویلي چې دا عملیات له افغان ځواکونو سره په همغږۍ سره شوي دي.

ایساف وايي کله یې چې ځواکونه د شکمن ځای ته ورسېدل، هغه ډزې پرې وکړې، خو شکمن (نعمت) ددوی په مقابل ډزو کې ووژل شو، او ددغې شبکې ځینې نور غړي ونیول شول.

خو د خوست امنیه قومندان سردار ځاځي بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته د تیلې فون په کرښه وویل، چې ددغو عملیاتو په اړه پلټنه کوي، خو له دوی سره نه دي همغږي شوي.

عملیات د نادرشاه کوټ ولسوالۍ زني خېلو په څرموښکۍ کلي کې شوي دي.

ښاغلي ځاځي وویل، چې په دغو شپنیو عملیاتو کې یو کس وژل شوی او څلور نور بېول شوي دي.

په خوست کې د بي بي سي خبریال د ملي اردو د لېوا د قومندانۍ په حواله ویلي، چې دغه عملیات شوي دي، خو ملي اردو په کې نه وه.

د څرموښکۍ کلي یوه اوسېدونکي پرته له دې چې نوم ووايي، بي بي سي ته وویل:

''وژل شوی کس عادي سړی دی، نور هم عادي کسان دي، د شپې ویشتل شوي، موږ ډېر بې غمه وو، چې بهرني ځواکونه به د شپې عملیات نه کوي، بلکې افغان ځواکونه به یې کوي، چې موږ په ژبه او خبره ورسره پوهېږو، او دوی موږ نه وژني.''

تړون

د روان اپرېل په لومړیو کې افغان حکومت په دې هيواد کې ميشتو ناټو ځواکونو سره يو داسې پريکړه ليک لاسليک کړ چې له مخه به يې شپنيز عمليات د افغان امنيتي ځواکونو له خوا تر سره کېږي.

د امريکا متحدو ايالتونو ژمنه وکړه چې د دغو عملياتو لپاره به اړينې اسانتياوې برابرې کړي.

افغان حکومت د تړون لاسليکول د ملي واکمنۍ په برخه کې يو گټور گام وباله او وې ويل چې ښايي دا چاره د افغانستان او امريکا تر منځ د اوږدمهالو ستراتيژيکو اړيکو لاسليک کولو ته هم لاره هواره کړي.

شپنيز عمليات له څو کالو راهيسې د بهرنيو ځواکونو او افغان حکومت تر منځ يو لانجمنه خبره وه چې افغان چارواکو پرې په پرله پسې ډول نيوکې کولې.

ورته مطالب