"د افغانستان ۱۴ولايتونه د ملاريا ناروغۍ گواښ سره مخامخ دي"

د انځور حقوق Other
Image caption د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي د ملاريا ناروغۍ مخنیوي ته يې ځانګړی پام کړی دى.

نن چارشنبه د اپريل ٢٥مه د ملاريا ناروغۍ پروړاندې د مبارزې نړیواله ورځ ده. په افغانستان کې د روغتیا د نړیوال ټولنې چارواکي وايي، له دې وروسته به د هېواد په کليو او بانډو کې د ملاریا ناروغۍ پر وړاندې جدي مبارزه کوي. تر دې وړاندې د روغتیا وزارت ویلي وو، چې ځینې ولایتونه د ملاریا ناروغۍ له جدي ګواښ سره مخامخ دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت او د روغتیا د نړیوال ټولنه وايي، د ملاریا ناروغۍ کچه د تېرو لسوکلونو په پرتله ټيټه شوې ده.

د رسمي شمېرو له مخې یو کال مخکې په ټول افغانستان کې د دغې ناروغۍ نږدې ۴۸۰ زره پېښې ثبت شوي دي.

د روغتیايي چارواکو په وینا په افغانستان کې د ملاریا د کنټرول د مخکنۍ ستراتېژی له مخې د هېواد ۱۴ ولایتونه د دغې ناروغۍ له ګواښ سره مخامخ دي.

کندهار، هلمند، ننګرهار، لغمان، خوست، کنړ، بدخشان، تخار، کندز، بغلان، بلخ، میمنه، هرات او بادغیس هغه ولایتونه دي، چې د ملاریا ناروغی تر ګواښ لاندې دي.

خو د روغتیا نړیوال ټولنه وايي، د نوې ستراتېژی له مخې به له پام غورځېدولو سیمو ته ډېره پاملرنه وشي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، اوس مهال یې په ټول هېواد کې د دغې ناروغۍ مخنیوي ته ځانګړی پام کړی او په ټول افغانستان کې د ملاریا د ناروغۍ د تشخیص ۱۷۰۰ مرکزونه فعالیت کوي.

د دغه وزارت د وقایوي طب مشر توفیق مشال وايي، په تېر یوه کال کې د دغې ناروغۍ سلګونه زره پېښې ثبت شوي دي.

چارواکي وايي، په افغانستان کې يي د ملاریا ناروغۍ مخنیوی د خپلو پروګرامونو په سر کې ځای ورکړی.

د عامې روغیتا وزارت وايي، په پام کې ده، چې د وقایې په موخه په ټول افغانستان کې شا و خوا ۵ میلیونه پشه خانې پرخلکو وويشي.

د نړۍ د روغتیا ټولنه لخوا د خپرو شویو شمېرو له مخې په ۲۰۱۰ زېږديز کال کې د نړۍ نیمايي وګړي، یعنې دری اعشاریه دری میلیارده خلک د ملاریا له ګواښ سره مخامخ و، چې د افغانستان په شان بې وزلو هېوادونو کې بیا ډېر خلک ترې زیانمن کیږي.

د دغه ټولنه په وینا په ټوله نړۍ کې هر کال شاو خوا ۲۱۶ میلیونه تنه په ملاریا اخته کیږي، چې له دې ډلې ۶۵۵ زره تنه يي د دغې ناروغۍ له امله مري.

ورته مطالب