تر اوړي مخکې د ترکمن غازو بيه ټاکل کېږي

د انځور حقوق AP
Image caption افغانستان له هند او پاکستان سره وار دمخه په ترانزيت بيه جوړ شوى دى.

عشق آباد کې چارواکي وايي له هند او پاکستان سره به ډير ژر د هغو غازو بيه څرگنده کړي چې د افغانستان له لارې به په نلليکه کې ورځي.

د ترکمنستان چارواکي وايي هيله من دي چې له هند او پاکستان سره د غازو پر بيه ژر سره سلا شي.

دغه غاز به د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته په يوه نلليکه کې رسيږي.

افغانستان له هند او پاکستان سره وار دمخه په ترانزيت بيه جوړ شوى دى او هند و پاکستان هم په خپلو کې پر ترانزيت بيو خبرې کړې دي.

د پنجشنبه په ورځ (د اپريل ٢٦) ترکمن چارواکو په عشق اباد کې وويل دوى به په راتلونکو څو مياشتو کې د يو شمير غونډو او خبرو اترو کوربه وي.

په ترکمنستان کې دولتي ورځپاڼو د هند د لومړي وزير من موهن سينگ يو ليک خپور کړى چې په هغه کې د دغو غازو د نلليکې په باب پر شوي پرمختگ خوښي ښوول شوې ده.

د ترکمنستان د حکومت يوې سرچينې د نوم نه ښوولو په شرط له رايټرز خبري اژانس سره په خبرو کې وويل:

" له لومړني تړون سره سم د برخه والو هيوادونو خبرې بايد تر اوړي مخته پيل شي. ښايي په دغو خبرو کې د غازو د پلور پر بيه سلا شوي اسناد هم لاسليک شي."

څو اوونۍ وړاندې افغان چارواکو بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته ويلي و چې له پاکستان او هند سره د ترکمن غازو د ترانزيت پر بيه سلا شوي او ترمخه به يې کابل د کال ٤٣٣ ميليونه ډالر ترلاسه کوي.

له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د غازو د نلليکې د غځولو خبره د ١٩٩٠ مو کلونو له پيله مطرح شوې ده خو نا امنيو تر اوسه دا هيله عملي کړې نه ده.

ورته مطالب