راستنېدونکو افغان کډوال ته روغتيايي اسانتياوې برابريږي

Image caption د افغانستان د عامې روغتيا وزيرې ډاکټر ثريا دليل وويل چې د ښځو او ماشومانو په ژوندونو کې له مانا ډک بدلون راغلی دی.

د افغانستان او امريکا د دولتونو تر منځ يو تفاهم ليک لاسليک شوی دی چې تر مخه به يې هېواد ته راستنېدونکو افغان کډوالو ته روغتيايي خدمتونه وړاندې کېږي.

د دغه سند پر اساس ، چې د امريکا د نفوسو او کډوالو د چارو د مرستيال وزيرې ان رېچرډ او د افغانستان د عامې روغتيا وزيرې ډاکټرې ثريا دليل لخوا لاسليک شو، افغانستان ته ستنېدونکو کډوالو ته به مکمل روغتيايي خدمتونه وړاندې کېږي.

دغه اسنتياوې به کډوالو ته په ۲۶ ځانګړو کلينيکونو کې برابرېږي کوم چې به په ۲۰۱۳ کال کې د افغانستان د عامې روغتيا د وزارت چوکاټ ته ورداخلېږي.

د دې موافقې له مخې به د افغانستان په سرحدي سيمو کې روغتيايي کلينيکونه پرانستل کېږي چې زياتره ناروغان به يې بې وزلې کډوال وي.

د افغانستان د عامې روغتيا وزيرې ډاکټر ثريا دليل چې په يو رسمي سفر امريکا ته راغلې وه وويل چې په افغانستان کې د عامو وګړو، په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو په ژوندونو کې له مانا ډک بدلون راغلی دی.

آغلې دليل هغې څېړنې ته ګوته ونيوه چې پدې وروستيو کې تر سره شوې او پکې کښل شوي چې په تېرو څو کلونو کې په افغانستان کې د مور او ماشوم په مړينه کې ډېر کموالی راغلی دی.

ډاکټر ثريا دليل چې د امريکا د نړيوالې پرمختيايي ادارې يا يو ايس آی ډي لخوا په روغتيايي سرمشريزه کې د ګډون لپاره واشنګټن ته راغلې وه، ددغې ادارې او د افغان-امريکا د ښځو د ټولنې لخوا په ستاينليکونو ونازول شوه.

په واشنګټن کې د شتون په وخت آغلې دليل وويل چې په افغانستان کې د روغتيا پخوانی حالت ډېر ترينګلی و خو اوس يې وزارت پدې بريالی شوی چې روغتيايي خدمتونو ته د عام ولس لاسرسی پراخ کړي، عاجلې ښځينه روغتيايي مرستې زياتې کړي او په عمومي ډول د روغتيايي چارو کيفيت ښه کړی.

دې دا هم وويل چې په سيمه ايزه او کليواله کچه يې بېلابېلې پروژې پيل کړيدي چې خورا ښې پايلې يې درلودلې.

ورته مطالب