کابل د مجاهدينو د بري له جشنه تير شو

کابل د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د نورو ورځو په پرتله د کابل ښار نن له خلکو تر ډيره تش و

افغان حکومت سږکال د غويي د اتمې یا د مجاهدینو د بري د شلمې کالیزې رسمي لمانځل لغوه کړل.

سره له دې چې له څو ورځو راهیسې د دغو مراسمو د لمانځلو لپاره د افغان حکومت تیارۍ روانې وې او د جشن د لمانځلو سیمه د افغانستان په بیرغونو ښکلې شوې وه، خو دغه مراسم د ارګ په ماڼۍ کې ترسره شول.

د جمعې په ورځ( د اپريل ٢٧) د کابل ښار پر سړکونو د امنیتي ځواکونو ګڼه ګوڼه تر عادي ورځو ډېره وه او امنیتي ځواکونو پرسړکونو تلونکي ګاډي تلاشي کول.

د کابل ښار په بېلا بېلو برخو کې د افغانستان بیرغونه او نورې رنګارنګ ټوټې ځړول شوي، څلور لارې په ګروپونو یا څراغونو ښکلې شوي او په ټوله کې داسې ښکاري چې حکومت ظاهرآ د غويي د اتمې نېټې د مراسمو د ترسره کولو نیت درلود.

د امنيتي ځواکونو ګاډو په واټونو ګزمې کولې چې څرخکو هم بدرګه کولې.

سره له دې چې د افغانستان د دفاع وزارت رسمآ د شاندارو مراسمو د لغوه کېدو اعلان وکړخو د نورو ورځو په پرتله امنيت ډېر کلک دی.

د ښار په هره برخه او خوا کې پوليس، امنیت او د ملي اردو سرتېري ترسترګو کیږي.

د میوند جادې په سیمه کې چې پل محمود خان ته نژدې پرته ده، رسټورانونه،هټۍ او مارکېټونه له تېرو څو ورځو بند کړای شوي دي.

د ثور یا غويي د اتمې جشن له کلونو راهيسې په پل محمود خان چې غازي ستدیم يا لوبغالى هم همدلته دی په شاندارو مراسمو ترسره کېده خو اوس دغه مراسم يوازې د ارګ تر ماڼۍ محدود دي.

٢٠ کاله وړاندې د غويي په اتمه نېټه د مجاهدينو بيلا بيلې ډلې کابل ته ننوتې او د ډاکټر نجيب حکومت يې نسکور کړ.

مجاهدينو بيا په خپلو کې جنگ وکړ چې کابل ښار په کې خراب او په زرگونو اوسيدونکي يې ووژل شول.

ورته مطالب