د ټاکنو کمیسیون د راتلونکو ټاکنو پر تګلارې مشورې راټولوي

فضل احمد معنوي د انځور حقوق Reuters
Image caption د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر فضل احمد معنوي وايي، د کاري پلان له مخې رای اچونې له موږ سره د افغانستان د راتلونکو عادلانه او رڼو ټاکنو په ترسره کولو کې مرسته کوي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون د انتخاباتو د پنځه کلنې ستراتيژۍ د طرحې لپاره سلا مشورې پيل کړي دي.

د سلا مشورو په دې لړ کې د کمېسيون چارواکو دغه طرحه د ملي شورا د غړو، سياسي ډلو، مدني ټولنو او پر ټاکنو د څار ادارو له مسؤولينو سره څېړلې ده.

د دغې طرحې ټوليز هدف پر ټاکنو د څار څرنګوالی ښوول شوی دی.

د انتخاباتو د قانون پر بنسټ ټاکل شوې د ولسمشرۍ ټاکنې په ۲۰۱۴ کال کې او پارلماني، ولايتي او د ولسواليو انتخابات تر راتلونکو پنځو کلونو پورې وشي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ملي شورا له غړو، د پوهنتون له استادانو، د مدني ټولنې له فعالانو او پر ټاکنو د څار له ډلو سره په انتخاباتو پورې تړلي موضوعات وڅېړل.

د ټاکنو کمېسيون وايي د دغو بنسټونو نظريې او سلا مشورې به د انتخاباتو په پنځه کلن ستراتيژيک پلان کې د ټاکنو د لګښت ګراف راښکته کړي.

کمېسيون وايي د دې نورې موخې په ټاکنيز بهير کې د افغانانو د رول جوتول، په ټاکنو کې د خلکو د ونډې زياتول او پر انتخاباتو د خلکو د باور د کچې لوړول دي.

په پام کې ده چې په افغانستان کې تر راتلونکو پنځو نورو کلونو پورې څو نورې ټاکنې وشي، چې تر ټولو مهمې یې د ولسمشرۍ دي.

تر دې وروسته د ولسي جرګې، ولایتي شوراګانو او د ولسوالیو د شوراګانو انتخابات کېدونکي دي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر فضل احمد معنوي وايي، د کاري پلان له مخې رای اچونې له موږ سره د افغانستان د راتلونکو عادلانه او رڼو ټاکنو په ترسره کولو کې مرسته کوي.

د افغانستان د ولسمشرۍ لومړنۍ ټاکنې په ميلادي کال ۲۰۰۴ کې د ملګرو ملتونو په مالي او تخنيکي مرسته وشوې، چې يو کال وروسته يې پارلماني ټاکنې وې.

د ټاکنو کمیسیون وايي په لومړیو او دویمو ټاکنو کې له ۵۰۰ زیاتو بهرنيو کارکوونکو ټاکنیزې چارې اداره کولې، خو اوس دغه شمېره ایله څه باندې شلو تنو ته رسېږي.

د دغه کمیسیون چارواکي وايي هڅه یې دا ده چې په افغانستان کې ټاکنیز بهیر په بشپړ ډول افغاني شي، او د ټاکنو ټولې اړوندې چارې د افغانانو پر مټ اداره شي.

خو کمېسيون مني چې په مالي برخه کې لاهم تر ډېره پر بهرنیو مرستو تیکه کوي.

ورته مطالب