کندهار والي وايي پر دفتر یې برید کې ۴ کسان وژل شوي

توریالی ویسا د انځور حقوق BBCPashto.com
Image caption توریالی ویسا وايي دا د طالبانو د جګړې نوی تکتیک دی.

د افغانستان سوېلي ولایت کندهار د والي دفتر ته دوه وسله وال ننوتي، چې له نیم ساعته جګړې وروسته وژل شوي دي.

کندهار والي ویلي، چې وسله وال کوچنۍ تومانچې پخپلو بوټانو کې ځای پرځای کړې وې، چې د والي ددفتر ددوو ساتونکو تر وژلو وروسته یې د هغوی وسله اخیستې او له نورو ساتونکو سرهتر نیم ساعته جګړې وروسته دواړه برید کوونکي وژل شوي دي.

کندهار والي وايي چې نور چاته زیان نه دی اوښتی.

په کندهار کې ځايي خبریال مامون دراني بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وویل، چې له برید پیلېدا سره سم سیمې ته سرحدي پولیس ورغلل او وضعیت یې کنټرول کړ.

د کندهار والي او امنیه قومندان له برید وروسته وویل، چې دا د طالبانو نوی جګړه ییز تکتیک دی.

طالبانو ادعا کړې، چې د ولایت پر ودانۍ په برید کې یې دغه ودانۍ سخته زیانمنه کړې ده او ملګري یې لاهم جګړه کوي.

د تېرې چهارشنبې پر شپه ناوخته د کندهار په شاه ولي کوټ ولسوالۍ کې د عملیاتو پرمهال د یوه افغان او امریکايي پوځيانو ترمنځ لفظي شخړه تر وسله وال برید پورې رسېدلې ده.

که څه هم رسمي سرچینو څه نه دي ویلي، خو ویل کېږي چې افغان سرتېري پر امریکايي پوځي توپک راړولی او له یوه ژباړن سره یې وژلی دی.

ایساف منلې چې په سوېل کې یې یو سرتېری د یوه افغان ملي اردو یونیفورم لرونکي کس په ډزو وژل شوی، خو دقیق ځای او د پېښې څرنګوالی یې نه دی په ډاګه کړی.

د وژل شوي ژباړن هویت هم نه دی په ډاګه شوی.

رپوټونه وايي، د امریکايي پوځيانو په ځوابي ډزو کې دوه افغان پوځيان وژل شوي دي.

ویل کېږي چې په دې پېښه کې دوه کسان نور هم ټپیان دي، خو ایساف او حکومت نه دي تایید کړي.

بل خوا د همدې ولایت په ژیړۍ ولسوالۍ کې پر همدې شپه دوو پولیسو غوښتل چې امریکایان ووژني.

په دې برید کې ایساف وايي موږ ته زیان نه دی اوښتی، خو دغه افغان پولیس چې په شخصي کالیو کې وو، وژل شوي دي.

برید د ژیړۍ ولسوالۍ د ژیړۍ دښتې پوځي اډه د ګډو ځواکونو په اډه کې شوی دی.

یوه سرچیینه وايي چې په دې پېښه کې درې امریکایان ټپیان شوي دي.

ورته مطالب