د زابل شل ښوونځي بېرته پرانیستل شول

افغان زده کوونکي د انځور حقوق
Image caption لاهم په دغه هېواد کې سلگونه ښوونځي د زده کونکو پر مخ تړلي دي او هغه هم تر ډېره په نا ارامو ولايتونو کې.

د افغانستان په زابل ولايت کې هغه څه باندې شل زره زده کوونکي ښوونځيو ته روان شول، چې له شاوخوا دريو کلونو راهيسې له زده کړو بې برخې وو.

ددغو زده کوونکو ښوونځي د حکومت د وسله والو مخالفانو د گواښونو له کبله تړل شوي وو، چې اوس د قومي مشرانو او ديني عالمانو په مرسته بېرته پرانیستل شول.

دغه شل ښوونځي د افغانستان د سويلي ولايت زابل په ارغنداو،شاجوى،سورى،او نوبهار ولسواليو کې پرانستل شول.

ياد شوي ښوونځي له شاوخوا درې کلنې مودې راهيسې د حکومت د وسله والو مخالفانو د گواښونو له کبله تړل شوي وو.

د افغانستان د پوهنې وزارت په وياړلو ټکو سره د هغو قومي مشرانو او ديني پوهانو درناوى وکړ چې په مرسته يې ددغو ښوونځيو تړلې دروازې يو ځل بيا پرانیستل شوې.

د ياد شوي وزارت وياند امان الله ايمان بي بي سي ته وويل چې د نويو ښوونځيو په پرانیستلو سره تر شلو زرو ډېر زده کوونکي ښوونځيو ته روان شول.

تر دې مخکې هم په ځينو ناارامو ولايتونو کې يو شمېر ښوونځي د قومي مخورو او ديني پوهانو په مرسته پرانیستل شوي وو.

خو چارواکي وايي چې لاهم په دغه هېواد کې تر پنځو سوو ډېر ښوونځي تړلي پاتې دي، چې ډېرى يې په سوېلي او نورو نا ارامو ولايتونو کې دي.

ويل کېږي چې ددغو ښوونځيو د تړل کېدو له کبله سلگونه زره رده کوونکي له زده کړو بې برخې شوې دي.

افغان چارواکي وايي ددغو ښوونځيو د پرانیستلو لپاره هم د قومي مشرانو او ديني پوهانو مرستې ته اړ دي.

ورته مطالب