''د طالبانو ملاتړې کړۍ جګړه اوږدول غواړي''

بسم الله محمدي د انځور حقوق AP
Image caption بسم الله محمدي وویل، چې لاهم د طالبانو تګلاره په جګړه کې نغښتې ده، او تر هغه چې اورپکي سولې ته غاړه کېنږدي، افغان ځواکونه به یې پروړاندې مبارزې ته دوام ورکړي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر د هېواد تر ټولو جګپوړی امنیتي چارواکی دی، چې د اورپکو د وروستیو سترو بریدونو په تړاو مشرانو جرګې د څرګندونو لپاره ورغوښتل شوی.

بسم الله محمدي وویل، افغان امنیتي ځواکونو د وروستیو عملیاتو په لړ کې د اورپکو لسګونه عملیاتي پلانونه کشف او شڼد کړل، خو په وینا یې دا پېښه ددوی د کمزورۍ یوه نښه وه.

د کورنیو چارو وزیر وايي، اورپکي لاهم د جګړې پر تګلارې ټينګار کوي، او له دولت سره د سولې هېڅ راز خبرو ته لېوالتیا نه لري:

''دوی (طالبان) او ددوی ملاتړي هېوادونه لاهم له جګړې لاس نه اخلي، د دوی تګلاره جګړه او جګړې ته دوام ورکول دي. د جګړه مارو له لوري سولې ته د لېوالتیا ښودلو په تړاو هېڅ راز نښه نه شته.''

ښاغلي محمدي د افغانستان جګړه د سیمې استخباراتي جګړه وبلله، او وویل تر هغه چې ددې جګړې ترشا ملاتړي هېوادونه او ځانګړې کړۍ وي، دا جګړه به روانه وي:

''جګړه دوام لري، د افغانستان جګړه عادي جګړه نه ده، د سیمې د استخباراتو جګړه ده، ځانګړي استخباراتي کړۍ دلته ناوړه اهداف لري. موږ د جګړې یوه غاړه یو، جګړه او مبارزه کوو، لس کاله مو وکړه، بیا یې هم کوو، دا زموږ دنده ده.''

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر د تېر په پرتله په هېواد کې د امنیتي وضعیت د ښه کېدو ادعا هم وکړه، چې په وینا یې د هلمند او کندهار په څېر په ناامنو سیمو کې اورپکو خپل مرکزونه له لاسه ورکړي دي.

پر دې ټولو سربېره نوموړي خبرداری ورکړ چې د هوا په تودېدو به جګړه سخته شي، چې په وینا یې اورپکي به د سختو ډله ییزو بریدونو لپاره چمتووالی نیسي.

ورته مطالب