د کونړ له ولایتي روغتون، ناروغان او ډاکټران دواړه شکایت کوي

د کونړ ولايتي روغتون
Image caption د روغتون د لابراتوار د خونې مشر عمران وايي ځينې طبي تخنيکي وسايل آن دا څو مياشتې کيږي چې خراب شوي، نودوی اړ دي چې ناروغان د باندې وليږي.

د کونړ ولايتي روغتون چې د رنځورانو دډېروالي له امله په کې کله کله د پښې د اېښودو ځاى هم نه وي، اوس يې ناروغان پر دغه څه سربېره د طبي وسايلو له کاره لوېدو پلو پورته کوي.

په رنځپوهاوي کې اوس ډېره تکيه پر طبي وسايلو او ټیکنالوژۍ کېږي، هغه څه چې د اسد اباد په روغتون کې دا ډېره موده ناکاره شوي.

روغتون ته راغلى يو کس وايي د پېژندګلوۍ له مخې دده د ناروغ سمه درملنه وشوه، خو وايي پر هغه رنځور ېې زړه ډير بد شو چې په روغتون کې د ننه يې د وسايلو د خرابۍ له امله د خوږې (شکرې) ناروغۍ ازمېښتونه (ټيسټ) نه کېده او پيسې يې هم نه لرلې:

''زما نوم سردار اولياء د اسمار ولسوالۍ يو قومي سپين ږیرى يم، روغتون ته مې ناروغ راوستلى و، زما د ناروغ دارو وشول خو په خوا کې یې څه نور غريب خلک وو ، د هغو سره په لاس کې نسخې وې، ما ترې پوښتنه وکړه، ويل ېې پيسې راسره نه شته او د لابراتوار معاينه راته دلته نه کوي.

د روغتون د ننه حال د انځور په ژبه

خلکو ورته پنځوس پنځوس روپۍ راټولې کړې او هغه پرې د روغتون د باندې د (شکر) معاينه وکړه.

په روغتون کې راته وويل چې زموږ ماشين خراب دى او هغه مواد چې د شکر په پېژندلو کې پکارېږې، نه شته.''

که څه هم د کونړ د روغتو ن د سمبالښت چارې د روغتيا د نړيوالې مرستې په نوم يوې موسسې ته ور تر غاړه دي او دروغتيا ځايي ادارې ته يې دڅار ار دنده ور سپارل شوې، نو ځکه مې د روغتون د له کاره لوېدلو وسايلو او په روغتيايي چارو کې د خنډ او ځنډ په اړه د کونړ دعامې روغتيا ريس ډاکټر اسد الله فضلي را وګړاوه.

ښاغلى فضلي هره ورځ د سلګونو رنځورانو راتګ پر انساني ځواک او تخنيکي وسايلو د فشار ډېروالى بولي او مني چې ځينې اړين طبي توکي پرچاو شوي، خو وايي روغتيايي چارې نه دي درېدلې:

''زموږ مراجعين ډير زيات دي هره ورځ پنځه يا شپږ سوه ناروغان راځي، په ځينو څانګو لکه لابراتوار کې مشکلات شته هلته د وينې د زېرمه کولو ماشين له کاره لوېدلى، نيمګړتيا راځي خو بېرته حل کېږي.

څو میاشتني خراب وسایل

د وينې د غوړ او خوږې د معلومولو په ماشين کې هم خرابي راغلې خو پر ځاى یې بل ماشين شته ولې کار یې چټک نه دى او ناروغ ډير ځنډيږي.''

د روغتون د لابراتوار د خونې مشر عمران وايي ځينې طبي تخنيکي وسايل آن دا څو مياشتې کيږي چې خراب شوي، نو دوی اړ دي چې ناروغان د باندې وليږي:

''دوه نيمې مياشتې کيږي چې زموږ د وينې د ساتلو يخچال خراب شوى، دلته داسې څوک نه شته چې جوړ يې کړي.

تخنيکي شيان دي کنه، خرابوالى په کې راځي، نو د معايناتو په کول کې ځنډ رامنځ ته کېږي. نو بيا اړ يو چې يا يې بازار ته ولېږو او يا يې جلال اباد ته، خو ددې ټولو سره سره د روغتون چارواکي د سياست والو په څېر هر څه سم ښيي او وايي چې روعتون هومره ناچاره نه دى څومره چې خلک وايي.''

ډاکټر مولا داد د روغتون سر رنځپوه:

'زموږ ټول وسايل متبادل لري مثلاً که د وينې د بانک وسيله خرابه شي بله لرو . موږ د اکسرې درې روغ ماشينونه لرو، ممکن د لږ وخت لپاره کومه ستونزه پيداشي خو حل کيږي.

د انځور حقوق BBCPashto.com
Image caption له غرمې وروسته په روغتون کې د ننه د ازمايښتون نه کول او په رسمي وخت کې په شخضي کتنځايونو کې د ډاکټرانو ناسته او ددرملو کمى نور سرخوږي دي.

هغه وسايل چې په يوه ولايتي روغتون کې پکارېږي هغه ټول شته او آن اضافي وسايل هم شته لکه د بيوشيمي ماشين، اما دابه په ډاګه ووايم چې د اسد اباد پر ولايتي روغتون د کار حجم ډير زيات دى.''

څه باندې څلور کاله کيږي چې د اسد اباد روغتون ولايتي کچې ته لو ړ شو خو اوس هم د ځاى د کموالي له امله ددومره ناروغانو چې رنځپوهان يې وايي ددرملنې او ځايېدو جوګه نه دى.

ددرملنې تر څنګ اروايي تسلي او سم چلند د کارپوهانو په وينا تر ټولو ښه درملنه ده چې په دې برخه کې هم د کونړ له ښځينه رنځورپالو نژدې هره ناروغه مېرمن شکايت لري.

له غرمې وروسته په روغتون کې د ننه د ازمايښتون نه کول او په رسمي وخت کې په شخضي کتنځايونو کې د ډاکټرانو ناسته او ددرملو کمى نور سرخوږي دي.

ورته مطالب