زابلیانو د درو ماشومانو د وژنې په غبرګون کې لاریون وکړ

زابل د انځور حقوق BBC World Service

د زابل شاجوی ولسوالۍ سلګونو اوسېدونکو د ناټو ځواکونو په ډزو د څلورو ماشومانو د وژل کېدو پره غبرګون کې لاریون کړی دی.

د زابل شاجوی ولسوالۍ سلګونه اوسېدونکو یوځل بیا د خپلې دغې داعا پربنسټ چې ناټو ځواکونو یې د سیمې څلور ماشومان په ډزو وژلي په لاریون لاس پورې کړی او د کابل- کندهار لویه لاره یې یوځل بیا د ترافیک پرمخ ټړلې ده.

خو د زابل مرستیال والي محمد جان رسولیار بیا دغه کار د ناټو نه، بلکې د وسله والو طالبانو بولي.

د ښاغلي رسولیار په مشرۍ یو پلاوی سیمې ته تللی او هلته له سیمه ییزو خلکو او قومي مشرانو سره د پېښې په اړه پلټنه کوي.

ښاغلي رسولیار بي بي سي ته وویل چې دغه پېښه تېره ورځ (دوشنبه) وروسته له هغه رامنځ ته شوه چې وسله والو طالبانو پرناټو ځواکونو او سیمه ییزو پولیسو وسله وال برید وکړ.

هغه وایي چې ګډو ځواکونو ددغه ولایت د شاه جوی ولسوالۍ د لودینو په کلي کې د سیمې له خلکو سره د سیمه يیزو پولیسو په اړه د خبروپه حال کی وو چې د وسله والو تر برید لاندې راغلل.

نوموړی زیاتوي چې په پایله کې څلور ماشومان ووژل شول او درې نور ټپیان شول.

هغه وایي چې وروسته د سیمې خلک د وسله والو له لوري مجبور کړل شوي چې د ماشومانو د وژلو پړه پر ناټو ځواکونو ور واړوي او لاریون وکړي.

ځايي اوسېدونکو ددغه څه په غبرګون کې د کابل کندهار لویه لاره د دوو ساعتونو لپاره د ترافیک پر مخ وتړله.

طالب وياند قاري يوسف احمدي بیا وايي چې په دې بريد كې يې دوه بهرني او درې كورني عسكر وژلي دي.

احمدي وايي چې وروسته دوه ماشومان د بهرنيو سرتېرو په ډزو كې ووژل شول .

هغه په دې پېښه كې د خپل يوه طالب د وژل كېدو خبره هم مني.

ورته مطالب