د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژيک تړون بشپړ متن

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر بارک اوباما کابل ته د یوه ناڅاپي سفر پرمهال له ولسمشر حامد کرزي سره د ستراتیژیکې همکارۍ تړون لاسلیک کړ. بارک اوباما خپل ولس ته له بګرامه په وینا کې وویل چې افغانستان کې به روانه جګړه پای ته ورسوي.

د ستراتيژيکه همکارۍ دا تړون په ٢٠١٤ کال کې د ناټو دماموريت بشپړېدو وروسته د دواړو هېوادو ترمنځ د پوځي او ملکي ملگرتيا په اړه دى

نوموړى په داسې وخت کې افغانستان ته تللى چې نن د القاعدې د مشر اسامه بن لادن د وژل کېدو لومړنۍ کاليزه ده.

ددې تړون په جزیياتو د تېرې ميلادي مياشتې په لومړيو کې موافقه شوې وه.

د متحدو ايالاتو او افغان حکومت پلاوو له امريکا سره د دواړو غاړو نژدې يو نيم کال د دغه سند پر لارو چارو خبرې کړې وې

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وېبپاڼه کې د ستراتیژيک تړون بشپړه پښتو بڼه ولولئ