اوباما وايي افغانستان کې دایمي اډې نه جوړوي

اوباما د انځور حقوق AP
Image caption بارک اوباما له افغانستان سره ددې سند لاسلیکول د افغانانو په ګټه او مهم وبلل.

امریکايي ولسمشر د افغانستان بګرام هوايي ډګر کې امریکايي ولس ته په یوه تلوېزیوني وینا کې ژمنه وکړه، چې افغانستان کې به روانه جګړه پای ته رسوي.

نوموړي کابل ته تر ناڅاپي سفر او د شپې ناوخته له ولسمشر حامد کرزي سره د ستراتیژيکو همکاریو د تړون تر لاسلیکولو وروسته بګرام هوايي ډګر ته ولاړ.

بارک اوباما پخپله وینا کې وویل، چې هېواد یې افغانستان کې د دایمي اډو جوړولو نیت نه لري.

بارک اوباما وویل چې دغه تړون د افغانستان او امریکا ترمنځ د اړیکو د یوه نوي پړاو پیلامه ده:

"ددې تړون په لاسلیک سره افغان ولس او نړۍ باید پر دې پوی شي چې افغانستان د متحده ایالتونو په څېر یو متحد او ملګری لري. ښاغلی ولسمشره، څرنګه چې موږ د لېږد له بهیر سره مخکې ځو، سختې ورځې به راځي، خو زه باور لرم چې افغان ځواکونه به نور هم غښتلي او افغانان به د خپلې راتلونکې واګي په لاس کې واخلي. "

نوموړی د القاعدې شبکې د بنسټګر اسامه بن لادن له وژل کېدا ټيک یو کال وروسته افغانستان ته تللی دی.

ولسمشر کرزي په خپله لنډه وینا کې دا سند له امریکا سره د اړیکو په برخه کې نوې پاڼه وبلله او ویل چې دا به د ګاونډيانو لپاره هېڅ ګواښ نه وي.

ښاغلي کرزي وویل، که څه هم تر دې دمه د سولې له بهیره کومه جوته پایله نه ده ترلاسه شوې، خو د افغان حکومت دنده یې وبلله چې د خلکو دا هیله پوره کړي:

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ښاغلي کرزي وویل، که څه هم تر دې دمه د سولې له بهیره کومه جوته پایله نه ده ترلاسه شوې، خو د افغان حکومت دنده یې وبلله چې د خلکو دا هیله پوره کړي.

"لکه چې خبر یاست، موږ نن یو ډېر مهم او تاریخي سند لاسلیکوو، ددې سند لاسلیکول په واقعیت کې زموږ د هېوادونو په اړیکو کې نوی فصل پرانیزي."

بارک اوباما له افغانستان سره ددې سند لاسلیکول د افغانانو په ګټه او مهم وبلل.

هغه وویل، د ناټو په راتلونکې شیکاګو سرمشریزه کې به غړي هېوادونه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د خپلو همکاریو پر اوږدولو وغږېږي.

نوموړي ددې په اړه چې ولې امریکایي ځواکونه په یوه ځل له افغانستان څخه نه وځي، وویل تر هغه چې افغانستان کې سم ټیکاو نه وي راغلی، خپل ځواکونه به ونه باسي.

هغه وویل هېواد یې نه غواړي چې افغانستان کې نور امریکايي پوځيان ووژل شي، خو زیاته یې کړه چې "موږ باید ددغې جګړې پېټی له خپلو اوږدو کوز او جګړه پای ته ورسوو. "

ورته مطالب