افغانستان د امريکا د ستر متحد دريځ خپل کړ

Image caption متحدو ايالاتو له افغانستان سره د همکاريو د ستراتيژيک تړون له لاسليک سره دا هم ويلي چې د ناټو د ستر متحد هيواد دريځ به ورکوي

متحدو ايالاتو له افغانستان سره د همکاريو د ستراتيژيک تړون له لاسليک سره دا هم ويلي چې له ناټو بهر د ستر متحد هېواد دريځ به ورکوي، دا دريځ په څه مانا دى او کوم نور هېوادونه يې لري؟

له ناټو بهر د ستر متحد دريځ د متحدو ايالاتو د حکومت له خوا هغو هېوادونو ته ورکول کيږي چې د امريکا له وسله وال پوځ سره ستراتيژيک کاري اړيکي لري خو د ناټو غړيتوب ورسره نشته.

که څه هم د دې دريځ لرل په دې مانا نه دي چې له متحدو ايالاتو سره سملاسي گډ دفاعي تړون څوک مومي خو ورسره بيلا بيل پوځي او مالي گټې تړلي دي چې د ناټو له غړيتوب څخه د باندې يې هېوادونه نه شي ترلاسه کولى.

له ناټو بهر د ستر متحد هېواد دريځ په ١٩٨٩ کال کې جوړ شو. هغه هېوادونه چې په پيل کې يې دغه دريځ خپل کړ، استراليا، مصر، اسرايل، جاپان او سويلي کوريا وو.

په ١٩٩٦ کال کې د ناټو د ستر متحد هېواد دريځ لرونکو نورې پوځي او مالي گټې ترلاسه کړې.

په ٢٠٠٤ کال کې پاکستان ته هم دغه دريځ ورکړل شو او ورسره متحدو ايالاتو وويل چې که هند يې هم وغواړي دوى به پرې دغه دريځ ولوروي.

د دې دريځ لرونکي هېوادونه دغه گټې کولى شي

د امريکا د دفاع له وزارت سره د څيړنې او پرمختيا په پروژو کې همکاري کولى شي او په ځانگړو ترهگرۍ ضد چارو کې د گډو لگښتونو په بنسټ برخه اخيستلى شي.

د ټانکونو ضد يورانيمو لړلې مرميو اخيستل د امريکا د دفاع وزارت د جنگ د اضافي زيرمو اخيستل او د امريکا له پوځي اډو دباندې يې ساتل د گډو څيړنو او پرمختيايي پروژو لپاره د سامان الاتو او نورو موادو د پېر لپاره پور د فضايي تيکنالوژۍ د ليږد چارو چټکول

هغه هېوادونه چې دغه دريځ لري

په ١٩٨٩ کال کې مصر، اسراييل، جاپان، سويلي کوريا ١٩٩٦ کې اردن ١٩٩٧ کې نيو زيلنډ ١٩٩٨ کې استراليا، ٢٠٠٢ مال کې بحرين ٢٠٠٣ کال کې فليپين او تايلنډ، ٢٠٠٤ کال کې مراکش، پاکستان او کويتاو ٢٠١٢ کال کې افغانستان.

ورته مطالب