کرزى: له مرکزي حکومته ملاتړ د تړون يوه برخه ده

د انځور حقوق AFP
Image caption ولسمشر کرزي یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل که غواړي چې بهرنیان له افغانستانه ووځي نو له تاوتریخوالي د لاس واخلي

ولسمشر کرزى وايي چې تر ستراتيژيک تړون لاسليک وروسته افغانستان د امريکا په يو اصلي متحد بدل شوى او د هغه ټول امتيازات به تر لاسه کوي چې د امريکا متحدان يي لري. ولسمشر کرزي زياته کړه چې له مرکزي حکومته ملاتړ د تړون هم يوه برخه ده.

افغان ولسمشر حامد کرزي چې له امریکا سره د ستراتیژیکو اړیکو تړون تر لاسلیکولو وروسته یې د دې تړون د جزییاتو په اړه په لومړي ځل خبریالانو ته خبرې کولې وویل د بهرنیو ځواکونو د وتلو زمینه یې داسې برابره کړې چې د افغانستان ګټې او له هېواد سره یې مرستې په پام کې نیول شوي دي.

ولسمشر حامد کرزي وویل وروسته تر دې چې د بهرنیانو له خوا ځانګړي او شپني عملیات ودرول شول نو د افغانانو دنده چې له خپلې ځمکنۍ بشپړتیا دفاع وکړي. او په شاوخوا څلورو میاشتو کې د ټولو زندانو چارې افغانانو ته وسپارل شي.

ښاغلي کرزی زیاتوي په تړون کې د افغان ځواکونو پر روزنې ډېر ټینګار شوی چې د مالي لګښت ژمنې به یې د شیکاګو په غونډه کې روښانه شي.

ولسمشر کرزي یو ځل بیا په افغانستان کې د مرکزي حکومت پر سیستم ټینګار وکړ او وايي په افغانستان کې د نظام د د بدلون پرېکړې د بهرنیانو له خوا نه شي ترسره کېدای.

نو له همدې امله له امریکا سره د ستراتیژیک تړون یوه برخه د افغانستان په ټاکنو کې د بهرنیانو نه لاس وهنه ده. او دوی به د افغانستان د خلکو له غوښتنې سره سم آزادې ټاکنې کوي نه د بهرنیو کانګرسونو غړو په خوښه:

"د افغانستان د خلکو پریکړه یو څه دي او د افغانستان د مسلې په اړه د امریکا د کانګریس د غړو نیتونه بله موضوع ده. د افغانستان د خلکو پرېکړې ته درناوی کوو او د بهرنیو کانګریسونو د غړو نیتونه ردوو او د نه منلو دي".

ولسمشر کرزي یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل که غواړي چې بهرنیان له افغانستانه ووځي نو له تاوتریخوالي د لاس واخلي او د پیاوړي افغانستان د جوړولو په موخه د سولې له بهیر سره یوځای شي.

ورته مطالب