امریکا افغان هوايي ځواک ته ١٤٦ چورلکې ورکوي

چورلکه
Image caption دا مهال افغان هوايي ځواکونه ټول ټال ٥٤ چورلکې او ترانسپروتي الوتکې لري.

افغان چارواکي وايي که چېرې د امريکا متحده ايالات او نور نړيوال ملاتړي يې د هوايي ځواکونو په پياوړتيا کې خپلې مرستې چټکې کړي، نو په باور يې افغان ځواکونه به وتوانېږي چې له ٢٠١٤ کاله وروسته امنیتي واگو ته په سمه توگه غاړه ورکړي.

په پام کې ده چې د امريکا له لوري شاوخوا يو نيم سل الوتکې افغان لورې ته تر ٢٠١٦ کاله وسپارل شي، او له هغې ډلې شل هغه به يې په نژدې راتلونکو ورځو کې د افغان ځواکونو په واک کې ورکړل شي.

خو د دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي وايي هڅه يې دا ده چې دغه ژمنه شوې الوتکې له ټاکلې مودې وړاندې افغان دولت ته وسپارل شي.

په افغانستان کې د تنظيمي جگړو نه وړاندې د ډاکټر نجيب الله د حکومت په وروستيو کې افغان دولت له پنځو سوو زياتې الوتکې لرلې چې شاوخوا ٢٠٠ يې جيټ جنگي الوتکې وې، هغه مهال که څه هم جگړه ډېره پرمختللې هم نه وه، او نه هم د هغه مهال د افغان دولت مخالفين د اوسنيو هغو په څېر پياوړي او غښتلي وو، خو تر ډېره د افغانستان هوايي ځواکونه هم پخپل ماموريت کې پاتې راتلل.

پوښتنه له افغانستان ته ورکوي د دغه هېواد هوايي ځواکونه به وتوانيږي پر مټ يې د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتيا نه ننگه وکړي؟

د افغانستان د هوايي پوهنتون پخوانى مشر جنرال عتيق الله امرخېل وايي چې دغه شمېر د افغانستان د هوايي ځواکونه بسنه نه کوي.

د ښاغلي امرخيل په وينا، تر هغې پورې چې د دغه هېواد هوايي ځواک په خپلو پښو نه وي درېدلى نو ترې دا تمه هم نه شي کېداى چې د امنيتي واگو د ترسره کولو لپاره دې چمتو شي.

د افغانستان د هوايي ځواکونو چارواکي هم وايي چې يوازې په ترانسپورتي الوتکو دوى نه شي کولاى دغه وړى شړۍ کړي.

د افغانستان د هوايي ځواکونو قومندان جنرال عبدالوهاب وردګ وايي تر هغې پورې چې د افغانستان دفاعي سيستم بيا له سره نه وي رغول شوى، نو په وينا يې گرانه لا څه چې ناشونې هم ده چې دوى دې د افغانستان له خاورې په سمه توگه دفاع وکړي.

دا مهال افغان هوايي ځواکونه ټول ټال ٥٤ چورلکې او ترانسپروتي الوتکې لري.

همدا اوس هم د افغانستان ډيرې الوتنې د ناټو د پيلوپټانو په مشرۍ الوتنې کوي، او يوازې ٦٣ امريکايي پيلوټان د هغه هېواد د ٣٨ کنډک له خوا د افغانستان د هوايي ځواکونو سره په گډه پر دغې چاره بوخت دي.

داسې اندېښنې هم شته که چېرې افغان دولت ته په سملاسي توگه جيټ جنگي الوتکې ورکړل شي ايا د دې ځواکونه به يې د دې جوگه وي چې په سمه توگه الوتنې وکړي.

په همدې موخه تېر کال يو شمېر افغان پيلوټان امريکا ته د زده کړو لپاره واستول شول چې له ډلې يې اته تنه کانادا او نورو هيوادونو ته وتښتېدل او هلته يې د پناه غوښتنه وکړه.

ایف شپاړس

له هغې وروسته افغان دولت خپل پيلوټان د روزلو په موخه عربي متحده اماراتو ته واستول چې لا هم اتيا افغان پيلوټان په عربي اماراتو او لسگونه نور يې د شينډنډ په هوايي ډگر کې د بهرنيو روزونکو له خوا روزل کيږي که څه هم افغان حکومت له امريکې سره د خپلو اوږدمهالو اړيکو پر مهال له هغه هيواده د اف شپاړس جنگي جيټ االوتکو غوښتنه کړې وه.

خو امريکايانو يې په ځواب کې ويلي و چې دغه الوتکې ځکه افغانستان ته نه شي ورکولاى چې د دوى په وينا هره الوتکه په هر يو ساغت الوت کې شاوخوا اووه زره امريکايي ډالره لگښت لري او وايي چې د افغانستان ويجاړ اقتصادي حالت ته په کتو دوى لازمه نه بولي چې دغه الوتکې دې دوى ته ورکړل شي.

ورته مطالب