کابل کې د فارس خبري اژانس خبریال "نیول شوی"

فارس د انځور حقوق .
Image caption فارس خبري اژانس، چې ویل کېږی د ایران له 'سپاه پاسداران' سره نژدذې اړیکي لري، په کابل کې د افغانستان پېښې خبري پوښښ لاندې راولي.

د افغانستان ملي امنیت ویلي چې په کابل کې یې د ایران د فارس خبري اژانس یو افغان خبریال ایران ته د افغان دولت د پټو اسنادو د افشا کولو په تور نیولی دی.

فارس خبري اژانس هم د خپل یوه خبریال نیول کېدل تایید کړي دي.

د ملي امنیت ادارې یوې سرچینې بي بي سي ته د خپل هویت نه ښودلو په شرط وویل، چې نیول شوي خبریال د افغان دولت محرم اسناد ایران ته ورکړي دي.

سرچینې د خبر په اړه د نورو جزییاتو له ورکړې ډډه وکړه.

فارس خبري اژانس ویلي چې ''کابل کې خبریال او د دغه اژانس سرپرست عبدالواحد حکیمي، چې خپله افغان دی، د افغان استخباراتو له خوا نیول شوی او یوه نامالوم ځای ته وړل شوی دی.''

د فارس اژانس د خبر پربنسټ، ښاغلی حکیمي د کابل موزیم په اړه د یوه راپور چمتو کولو لپاره له خپل دفتر وتلی او پر لار نیول شوی دی.

دغه اژانس دا هم ویلي چې ښاغلی حکیمي ''په یوه محدوده او کنټرول شوې تیلې فوني اړیکه کې'' خپلې کورنۍ ته ویلي چې د ملي امنیت کسانو ونیو.

فارس خبري اژانس، چې ویل کېږی د ایران له 'سپاه پاسداران' سره نژدې اړیکي لري، په کابل کې د افغانستان پېښې تر خبري پوښښ لاندې راولي.

تر دې وړاندې، د افغانستان ملي امنیت ویلي وو چې دغه خبري اژانس افغانستان کې د کار رسمي جواز 'نه لري''.

ورته مطالب