کابل وايي د ستراتیژيک تړون په اړه د ایران اندېښنه 'بې بنسټه' ده

رامین مهمان پرست د انځور حقوق s
Image caption مهمان پرست:"له امریکا سره د ستراتیژیکو همکاریو تړون نه یوازې د افغانستان امنیتي ستونزې نه شي حل کولی، بلکې افغانستان لا نور بې ثباته کوي."

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي د واشنګټن او کابل ترمنځ ستراتیژیک تړون اندېښمن کړی دی.

ایران وایي، اندېښنه یې له دې اړخه ده چې په دغه تړون کې افغانستان کې د امریکايي اډو د څرنګوالي او د امریکایانو د راتلونکو دندو په اړه وضاحت نه دی ورکړل شوی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند رامین مهمان پرست ویلي چې "افغانستان کې د راتلونکو امریکايي اډو په اړه د سیمې هېوادونه په اندېښنه کې دي."

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتي برخې ویلي، چې د ایران په باور "افغانستان کې ثبات او امنیت راتلل هله امکان لري، چې له دغه هېواده ټول بهرني ځواکونه ووځي، بهرنۍ اډې وتړلې شي او بین الافغاني خبرې د سولې د عالي شوار په چوکاټ کې ترسره شي."

مهمان پرست ویلي چې "له امریکا سره د ستراتیژیکو همکاریو تړون نه یوازې د افغانستان امنیتي ستونزې نه شي حل

کولی، بلکې د تېر کال په څېر د ناامنیو او بې ثباتۍ بهیر په دې هېواد کې لانور سختوي."

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د تېر په څېر بیا ټینګار کړی چې د افغانستان له خاورې به د ګاونډيو هېوادونو پرضد هېچا ته د ګټې اخیستو اجازه ورنه کړي.

د وزارت ویاند جانان موسی زي خبریالانو ته وویل: "دا تړون د ټولې سیمې په ګټه بولو، د ایران په ګډون ګاونډيانو ته دا ډاډ ورکوو چې هېڅکله به د افغانستان له خاورې د ګاونډي هېواد پرضد فعالیتونو ته اجازه ورنه کړو، خو له دوی هم زموږ غوښتنه دا ده چې له خپلې خاورې د افغانستان د ناامنیه کوونکو فعالیتونو لپاره اجازه ورنه کړي."

په تېره چهارشنبه کابل ته د ولسمشر اوباما د ناڅاپي سفر پرمهال د افغانستان او متحده ایالتونو ترمنځ ستراتیژیک تړون لاسلیک شو.

د انځور حقوق
Image caption جانان موسی زی وايي د افغانستان خاوره به هېڅکله د ګاونډيانو پرضد ونه کارول شي.

دواړو ولسمشرانو دا تړون د دواړو هېوادونو په ګټه وباله، او ولسمشر کرزي وویل، چې دا تړون د ګاونډيو هېوادونو په زیان نه دی.

حامد کرزي دا راز وویل چې "په دې تړون کې د افغانستان ملي حاکمیت، او د امریکا او افغانستان ددولتونو ترمنځ پر برابرښت ټینګار شوی دی."

هغه دا هم ویلي چې په دې تړون کې د افغانستان قوانینو او خاورې ته درناوی شوی، او افغان خاوره به د هېڅ کوم هېواد په زیان ونه کارول شي.

کرزي ویلي وو چې په تړون کې دا ټینګار هم شوی چې افغانستان کې ناټو او امریکا "د بهرنیو ګواښونو پروړاندې د افغانستان ملا تړي."

پر همدې مهال، د متحده ایالتونو ولسمشر بارک اوباما ویلي چې د تړون له مخې افغانان د خپلې خاورې د ساتنې مسؤولیت لري، خو د بهرنیو ګواښونو او ترهګریزو فعالیتونو پروړاندې به د افغانستان ملاتړ کوي.

ورته مطالب