ملي امنیت وايي طالبانو د جګړې بڼه بدله کړې ده

د کابل د برید عکس ګورﺉ د انځور حقوق Reuters
Image caption په دې وروستیو کې وسله والو طالبانو د افغانستان په ځینو برخو کې د الفاروق په نوم د پسرلنيو عملیاتو خبر ورکړی دی.

د افغانستان د ملي امنیت اداره وايي، وسله والو طالبانو او نورو اورپکو ډلو د خپلې جګړې د بڼې په بدلولو سره د ملي او دولتي شخصیتونو د نښه کولو هڅه کوي.

د افغانستان د ملي امنیت اداره، د کابل او یوشمېر نورو ولایتونو پر ځینو سیمو د وسله والو ډلو له بریدونو شاوخوا شل ورځې وروسته، چې په لسګونه تنه یې ووژل او ټپیان کړل، د وسله والو طالبانو د جګړې د بڼې د بدلېدو خبرداری ورکوي.

داسې ښکاري، چې د وسله والو طالبانو وروستيو ډله ييز بریدونو د ګواښ زنګ کړنګولی او اوس مهال د افغانستان امنیتي ادارې د دا ډول بریدونو د مخنیوي او یا هم ورسره د جګړې هڅې کوي.

د ملي امنیت د ادارې یوه ویاند شفیق الله طاهري په کابل کې خبریالانو ته وویل، وسله وال طالبان او نورې اورپکې ډلې د هوا له تودېدو سره سم د جګړې نوې بڼې غوره کړي دي.

پسرلني بریدونه

ښاغلي طاهري همدراز وویل، د تخار د ولایتي شورا پرغړو د برید مخنیوی او د نورو بریدونو د تنظیمولو په تور د څو تنو نیول، د وسله والو طالبانو د پسرلنيو بریدونو د مخنیوي لپاره د امنیتي ځواکونو له هڅو څخه دي.

وسله والو طالبانو په دې وروستيو کې د یوې اعلاميې په خپرولو سره په ټول افغانستان کې د الفاروق په نوم د پسرلني عملیاتو خبرداری ورکړ.

سره له دې، چې په کابل کې د وسله والو طالبانو ورستی برید د افغانستان د امنیتي ځواکونو لخوا ناکام وبلل شو، خو د افغان اوسېدونکو په منځ کې يي ډېرې اندېښنې زېږولي دي.

ورته مطالب