په غزني کې هم د کوکنار کرکيله پيل شوې

د انځور حقوق AFP
Image caption په اجرستان ولسوالې كې پر زرګونو جريبه ځمكه كوكنار كرل شوي.

دا لومړى ځل دى چې په غزني كې د كوكنارو دكښت په اړه خبرې كيږي ځكه په تيرو لسو كلونو كې غزني يو له هغو ولايتونو څخه ګڼل كيده چې په كې كوكنار له لويه سره نه كرل كيدل او له همدې امله يې به يې هر كال د مخدره توكو دوزارت له لوري يوه اندازه پيسې هم تر لاسه كولې.

خو اوس د دغه ولايت په اجرستان ولسوالې كې پر زرګونو جريبه ځمكه كوكنار كرل شوي.

دولايتي شورامرستيال عبدالجامع جامع وايي اوس مهال په اجرستان ولسوالۍ كې دسيمې خلک اړكړل شوي چې دكوكنار كرلو ته مخ كړي.

دولايتي شورا غړی عبدالجامع جامع يې لاملونه داسې په ګوته کوي:

"په اجرستان كې دومره كوكنار كرل شوي چې په اروزګان كې به هم دومره نه وي. شپېته په سلوكې کوکنار كرل شوي او دا هم درته وايم چې خلک دغه كار ته اړ شوي دي. د حكومت واک تر كلا پورې را محدود شوی نوڅنگه به وكولاى شي چې د كوكنارو د كښت مخه ډب كړي".

داجرستان د ولسوالۍ خلک بيا تر ډيره دكوكنارو كښت ته مخ كول په بيوزلۍ ، او ورسره ددولتي ادارو له لوري دمرستو نه كولو له امله بولي.

دوی وايي په تېرو څوكلونو كې داجرستان دولسوالۍ له بزګرانو سره دكرنې په برخه كې كومه مرسته نه ده شوې نوځكه يې د كوكنارو كښت ته مخه کړې.

داجرستان دولسوالۍ اوسيدنكي غلام حضرت وايي:

"زه رښتيا درته وايم خلک ډير بيوزلي دي، د غنمو ګټه هم كمه ده او د كرنې د رياست له خوا هم له بزګرانو سره كومه د پام وړ مرسته نه ده شوې"

خو په عين حال كې په غزني کې دمخدره توكو سره دمبارزې د رياست ريس عنايت الله رفعت بيا داخبره نه مني او وايي:

"دا چې خلكو دې په اجرستان ولسوالۍ كې كوكنار كرلې وي تر اوسه پورې ورته كومي رسمي اداري دكوكنارو دكښت په اړه راپور نه دى وركړی نو داويلاى شم چې هلته كوكنار نه دي كرل شوي"

داجرستان ولسوالۍ چې دغزني له ښاره په نژدې ۲۰۰ كيلومتره واټن كې پرته ده له امنيتي پلوه هم په كې ستونزې محدودې دي.

امنيتي واكمني په كې تر يوې كلا پورې رامحدوده شوې او په نورو سيمو کې د دولت وسله والو تر كنترول او واک لاندې ده.

ځايي حكومتي ادارو ته ناشونې ده چې په اسانۍ سره دې د كوكنارو د كښت مخه ډب كړي.

ورته مطالب