م م او افغان مشران د همغږۍ په ډيريدا خبرې کوي

Image caption افغان او د ملگرو ملتونو چارواکي وايي په تيره لسيزه کې په بيلو برخو کې گڼې چارې تر سره شوې دي.

د افغان حکومت او ملگرو ملتونو مشران په کابل کې جرگه شوې دي،چې څنگه د خپلو فعاليتونو په ترڅ کې همغږي ډيرولاى شي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير زلمي رسول تر غونډې مخکې خبريالانو ته وويل،له اوسنيو ريښتينوليو سره د ملگرو ملتونو پروگرامونه همغږي کول،او د افغان حکومت له لارې لگښتونو کولو ته لاره هوارول داسې خبرې دي چې د غونډې د اجنډا برخې وې.

د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو د سرمنشي ځانگړي استازي بيا افغان حکومت ته ډاډ ورکړ چې د خپلو کړنو په ترڅ کې به د افغان حکومت د لومړيتوبونو درناوى کوي.

نژدې دوه کاله مخکې افغان ولسمشر حامد کرزي په کابل کنفرانس کې له ملگرو ملتونو غوښتي وو،چې له حکومت سره يې د لا همغږۍ په موخه په دغه هېواد کې خپلو کاري کړنلارو ته بيا کتنه وکړي.

افغان او د ملگرو ملتونو چارواکي وايي په تيره لسيزه کې په بيلو برخو کې گڼې چارې تر سره شوې دي.

خو لا هم د گډ کار په مخه کې ځينې ستونزې او ننگونې لري،چې د امنيتي ليږد او د بهرنيو ځواکونو د وتلو په درشل کې يې هوارول اړين وويل.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير زلمي رسول له شتو ريښتينولو سره د ملگرو ملتونو کارونه سمول او د افغان حکومت له لارې لگښتونه کول داسې خبرې وبللې چې په وينا يې په دې غونډه کې يې سپينول اړين دي.

"څنگه بايد د حالاتو بدلون ته په پام سره،د ملگرو ملتونو رول همغږى شي،څنگه بايد ادارې بوديجې کنترول شي،څنگه بايد په اغيزناک ډول د پروگرامو لپاره بوديجه وټاکل شي،او دا په ځانگړي ډول د حکومتي جوړښتنو له لارېو لگول شي،دا هغه پوښتنې او ننگونې دي چې موږ يې د هواري او ځواب موندنې لپاره راټول شوې يو".

په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د سرمنشي ځانگړې استازي يان کوبيش هم د ملگرو ملتونو د بنسټونو تر منځ او بيا په ټوله کې د ملگرو ملتونو او افغان حکومت تر منځ نژدې همکاري او همغږي اړينه وبلله.

ده ژمنه وکړه چې د افغان حکومت لومړيتوبونه به د دوى لومړيتوبونه هم وي.

"زه ډير خوښ يم چې نن موږ گډه غونډه لرو،چې تاسې په کې د حکومت د مسوولو وزيرانو په توگه او موږ په کې د يونما د مرستدويو بنسټونو د مشرانو په توگه زاغونډ شوي يو،يو ځل بيا ټينگار کوم چې د همکارۍ په ترڅ کې به ستاسې د لومړيتوبونو ملاتړ کوو چې هغه په به راتلونکې کې زموږ د پلان لومړيتوبونه هم دي".

ملگرو ملتونو له لسيزو راهسې په افغانستان کې يو شمير پرمختيايي کارونه کړي دي خو په وروستۍ لسيزه کې يې په دغه هيواد کې د بشر د حقونو،پرمختيا،پوهنې ،چاپيريال ساتنې،د ښځو او ماشومانو د حقونو او ځينو نورو برخو کې گڼې پروژې پلى کړې دي.

چارواکي يې وايي چې دا مرستې به د امنيتي ليږد په اوږدو او تر هغه وروسته مهال کې هم روانې پاتې شي.

سربيره پر دې ملگرو ملتونو په گاونډيو هيوادونو کې هم افغان کډوالو ته يو شمير فعاليتونه لرل چې اوس يې هم بيرته راستنيدو ته لاره هواروي او په کور دننه له بې ځايه شويو کډوالو سره هم مرسته کوي.

ورته مطالب