ايساف وايي د شپې عمليات به دوام مومي

Image caption ولسمشر حامد کرزي مخکې په پر له پسې ډول ويلي و چې شپنيز عمليات ورته د منلو نه دي .

په افغانستان کې ميشت بهرني ايساف ځواکونه وايي،افغانانو ته د شپنيزو عملياتو تر سپارلو وروسته به هم دجگړې په ډگر کې د ځانگړو امريکايي ځواکونو عمليات ان که د شپې له خوا هم وي روان وي.

ايساف چارواکي دغه راز عمليات د جگړې د ډگر عمليات بولي او وايي چې ولسمشر حامد کرزي د يو شمېر ځانگړو عملياتو د بنديدو غوښتنه کړې وه.

ايساف ځواکونو دا څرگندونې د ځانگړو امريکايي ځواکونو د هغه بريد په غبرگون کې کولې چې دوه شپې مخکې يې په کونړ ولايت کې د شپې له خوا يو ښوونکى او څو نور کسان ووژل.

خو افغان حکومت د هوکړه ليک تر لاسليکولو وروسته ويلي وو چې نور به بهرني سرتيري د شپې له خوا د افغانانو پر کورونو چاپې نه اچوي:

په دغه هېواد کې شپنيز عمليات د افغان او بهرنيو ځواکونو تر منځ له څو کلونو راهيسې يوه لانجمنه خبره وه،خو وروسته ولسمشر حامد کرزي د اوږدمهالو ستراتيژيکو اړيکو د تړون د لاسليکيدو لپاره يو شرط دا رامخې ته کړ چې امريکايان بايد د شپنيو عملياتو چارې په بشپړ ډول افغان امنيتي ځواکونو ته وسپاري.

متحدو ايالتونو ورسره تيره ميلادي مياشت دا خبره ومنله او په اړونده برخه کې يې يو هوکړه ليک لاس ليک کړ،خو اوس چې دواړو هېوادونو ستراتيژيک تړون لاسليک کړ،ايساف وايي چې شوی هوکړه ليک دا مانا نه لري چې گواکې بهرني ځواکونه به د شپې له خوا بيخي عمليات نه کوي.

جنرال کارسټن جيکوبسن په کابل کې د نړيوالو سوله ساتو ځواکونو وياند دى:

"تاسې بايد د هوکړه ليک او امرکايي ځواکونو دځانگړو عملياتو په اړه ،چې اوس مهال د افغانانوپه په مشرۍ تر سره کيږي،او هغه عمليات چې د جگړې په ډگر کې تر سره کيږي،که د شپې له خوا هم وي،ددواړو په اړه بايد متردد نه شئ. ولسمشر حامد کرزي د يو ډول عملياتو د افغاني کيدو غوښتنه کړې وه،نه د ټولو دا په دې مانا نه ده چې ايساف به په تياره کې عمليات نه کوي".

ښاغلي جيکوبسن دا څرگندونې د دې پوښتنې په ځواب کې وکړې چې د شپنيو عملياتو تر افغاني کيدو وروسته دوه شپې مخکې د کونړ په شيگل ولسوالۍکې ځانگړو امريکايي ځواکونو د شپنيو عملياتو په ترڅ کې يو ښوونکی او څو نور کسان ووژل.

د کونړ د والي په وينا افغان امنيتي ځواکونه له دغو عملياتو نه وو خبر.

خو يو شمېر افغان پوځي کارپوهان وايي چې د شپنيزو عملياتو د واگو اړول يوه سياسي خبره وه او په جگړه کې دا ناشونې ده چې څوک دې د ورځې عمليات کوي او د شپې دې نه کوي.

دوی وايي امريکايان به ځکه هم د شپې له خوا عمليات کوي چې پر افغان ځواکونو ډير باور نه لري او يو تر بله يې همغږي هم تر منځ نشته.

جنرال عتيق الله امرخيل له همدې ډلې دى.

له تيرو څو کلونو راهيسې افغان چارواکو د ناټو پر شپنيزو عملياتو کلکې نيوکې کولې ، بهرنيو ځواکونو دا عمليات د طالبانو په ځپلو کې اغيزناک بلل ، خو د ولسي خلکو ناخوښۍ او لاريونونه هم ورسره تړلي وو .

له بلې خوا دغه عمليات د افغانستان او امريکا د ستراتيژيک تړون په مخه کې هم يو خنډ بلل کيده .

ولسمشر حامد کرزي مخکې په پر له پسې ډول ويلي و چې شپنيز عمليات ورته د منلو نه دي .

افغان ولسمشر ټينگار کړى و که دا عمليات افغانانو ته و نه سپارل شي له متحدو ايالتونو سره به ستراتيژيک تړون نه لاسليک کوي ،خو ناټو به ټينگار کاوه او ويل به يې چې شپنيز عمليات د وسله والو مخالفانو د مشرانو د ځپلو تر ټولو خوندي لاره ده .

خو دا چې ددغو عملياتو راتلونکى به څه وي وخت به يې پر ډاگه کړي.

ورته مطالب