غزني کې د یوه زلمي وژونکي په اعدام محکوم شول

محکمه
Image caption محکمې وویل چې تورن د استیناف غوښتنه کولی شي.

په غرني کې ښاري محکمې پر شپږو سړي تښتوونکو او قاتلینو د اعدام او تنفیذي حبس پرېکړه وکړه.

په غزني ښار کې د یوې علني محکمې پرمهال په داسې حال کې چې د سړي تښتوونکو وکیلان هم حاضر ول، د څارنوال له لوري ددوی قضیه ولوستل شوه.

د تورنو د لومړنۍ محکمې پرمهال، قاضي د تورنو د پرېکړې اورولو پروخت وویل چې دغو کسانو د تېر لمریز کال په حوت/کب میاشت کې یو زلمی د غزني له ښاره تښتولی او بیا یې تر وژلو وروسته په یوه څاه کې اچولی و.

محکمې وویل چې تښتوونکو د تښتول شوي زلمي له کورنۍ ۸۰ زره امریکايي ډالر هم ترلاسه کړي، خو سربېره پردې یې زلمی وژلی دی.

تورن د تېر حوت په وروستیو کې د پولیسو له لوري نیول شوي او پرخپلو جرمونو یې اعتراف کړی دی.

د غزني ښار محکمې د تورنو له ډلې څلورو ته د اعدام حکم او دوو نورو ته د ۲۰ کاله تنفیذي حبس پرېکړه واوروله.

د غزني ښاري محکمې ددېوان قاضي خلیل الله واغظي تورنو ته وروستۍ پرېکړه واورول شوه.

Image caption تورنو پخپلو جرمونو اعتراف کړی دی.

ښاغلي واغظي وویل، چې تورن کولای شي تر استیناف محکمې پورې له ځانه دفاع وکړي.

۸۰ زره ډالر

محکمې دا پرېکړه هم وکړه، چې د شېرزاد نومي وژل شوي زلمي له پلاره ۸۰ زره وړل شوي امریکايي ډالر به تورن کسان د هغه پلار ته سپاري.

د غزني والي له پرېکړې وروسته وویل چې د غزني ښاریانو له دوی ددغو کسانو د علني محاکمه کولو غوښتنه کړې ده.

له غزني چارواکو د تښتول شوي او وژل شوي زلمي کورنۍ هم د تورنو کسانو د اعدام غوښتنه کړې ده.

ورته مطالب