ايراني سفير د افغانستان بهرنيو چارو وزات ته له ورتلو ډډه کړې

د انځور حقوق AP
Image caption ايراني سفير ويلي و که له امريکا سره تړون لاسليک شي ايران به غبرگون وښۍ.

افغان چارواکي وايي د ايران سفير ابوالفضل ظهره وند يې ورغوښتى و چې له امريکا سره يې د افغانستان د ستراتيژيک تړون په اړه د وروستيو څرگندونو په اړه معلومات ورکړي.

بي بي سي ته رسېدلي معلومات وايي چې ښاغلي ظهره وند له ورتگ څخه ډډه کړې ده.

د ښاغلي ظهره وند له خولې ويل شوي وو چې د مشرانو جرگې رييس فضل هادي مسلميار ته يې ويلي و چې که له امريکا سره دا تړون لاسليک شي ايران به غبرگون وښي.

ښاغلي مسلميار وويل د ايران استازي غوښتنه کړې وه چې د افغانستان ملي شورا دې دغه تړون نه تصويبوي چې غوښتنه يې کلکه رد شوې وه.

هغه د ايران د رسمي خبري آژانس دا ادعا هم رد کړه چې گنې په دغه کتنه کې شوې خبرې د رسنيو له خو ا تحريف شوي دي.

د افغان او د امريکا د متحده ايالتونو حکومتونو وروستیو کې په خپلو کې ستراتيژيک تړون لاسليک کړ.

د افغان ولسمشر وياند ايمل فيضي بي بي سي ته وويل، چې په تړون کې داسې څه نه شته چې د افغانستان د گاونډيانو د اندېښنې سبب وگرځي.

د ده په وينا په تړون کې په څرگندو ټکو کې راغلي دي چې هېڅوک نه شي کولى چې د افغانستان له خاورې د کوم گاونډې په وړاندې د پوځي بريد د پيل په موخه کار واخلي.

ښايي چې د افغانستان نور گاونډيان هم په دې اړه اندېښمن وي، خو ايران لومړى هېواد دى چې په دې اړه يې دغه ډول غبرگون ښوولى دى.

افغان ولسي جرگې د ايراني استازي دغه ډول څرگندونې د افغانستان په کورنيو چارو کې څرگنده لاسوهنه بللې وه او د افغانستان د بهرنيو چارو له وزارت نه يې غوښتي وو چې په دې اړه ايرانى استازى ور وبولي.

ورته مطالب