مشرانو جرګه د افغان ځواکونو شپنیو عملیاتو اندېښمنه کړې

افغان ځواکونه د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د افغانستان دفاع وزارت وايي ځواکونه یې له بهرنیو ځواکونو د امنیتي چارو له لېږد وروسته د امنیت نیولو جوګه دي.

تېره ميلادي مياشت چې د شپنيو پوځي عملياتو واگې له بهرنيو ځواکونو افغان هغو ته واړول شوې، په سبا يې د افغانستان دفاع وزارت وويل چې په هلمند او فارياب کې يې په ځانگړې ډول شپني عمليات په خورا برياليتوب سره تر سره کړې دي.

خو اوس د افغانستان د مشرانو جرگې مشر فضل هادي مسلميار وايي چې افغان ځواکونو د ختيځو ولايتونو په يو شمير سيمو کې شپني عمليات تر سره کړي چې بې پرې ولسي وگړي په کې وژل شوي او نيول شوي دي.

ښاغلى مسلميار وايي چې خبره داسې ده نو د امريکايي ځواکونو او افغان ځواکونو د شپنيو عملياتو تر منځ توپير څه شو.

د افغانستان دفاع وزير عبد الرحيم وردگ چې ددغې خبرې او يو شمير نورو پوښتنو د ځوابولو لپاره د افغانستان مشرانو جرگې ته ور بلل شوې وو.

د لغمان د پيښې په اړه يې وويل چې په رښتيا هم يو وژل شوى کس معلول او پخوانى مجاهد و خو په وينا يې د حکومت له وسله والو مخالفانو سره يې اړيکي لرل:

''هغه عمليات چې په لغمان کې تر سره شول په څرگنده چې کوم کس شهيد شوى دى هم مجاهد و او هم معلول،خو د يو شمير نورو ارزونو له مخه يې له مخالفانو سره لاره لرله،او په هغه شپه هم يو تورن کس چې په بغلان کې د مخالفانو مالي مشر و دده ميلمه و،او په غالب احتمال داکس يو پاکستانى دى چې د افغانستان تذکره يې اخستې ده.''

ښاغلي وردگ وويل چې وژل شوي کس وار له مخه پر افغان ځواکونو ډزې کړې وې چې په ځواب کې يې افغان ځواکونو ډزې وکړې او هغه يې ووژه.

د کونړ د شپنيو عملياتو په اړه چې يو ښوونکى او څو نور کسان په کې وژل شوي وو، ښاغلي وردگ وويل چې دا عمليات ملي پوځ نه وو تر سره کړي.

همدا راز د افغانستان ددفاع وزارت د لغمان په شپنيو عملياتو کې د نيول شويو کسانو په اړه وويل چې ددوو کسانو د گرمتيا په اړه لاسوندونه لري او نور کسان پرېښودل شوې او يا به پرېښودل شي.

شپني عمليات تيره ميلادي مياشت افغاني شول؛ ځکه چې افغان ولسمشر دا چاره له امريکا سره د اوږد مهالو ستراتيژيکو اړيکود تړون د لاسليکولو لپاره د يوه شرط په توگه رامخې ته کړې وه.

خو په افغانستان کې مېشت نړيوال سوله ساتى ځواک ايساف ويلي دي چې د جگړې په ډگر کې به بيا هم د ځانگړو امريکايي ځواکونو عمليات روان وي ان که د شپې له خوا هم وي.

ورته مطالب