په پکتيکا کې وسله والو طالبانو ډله ييز بريد کړی

پکتيکا
Image caption چارواکي وايي بريد سهار شاوخوا نهه بجې پيل شو او امنيتي ځواکونو وکولای شو بريدګر ووژني.

د افغانستان له سويل ختيځ ولايت پکتيکا نه راپورونه وايي چې وسله والو د يحی خيلو پر ولسوالۍ ډله ييز بريد کړ دی.

د پکتيکا چارواکي وايي په دغه بريد کې ټول نهه کسه وژل شوي چې شپږ يې بريدګر دي.

د دغه ولايت امنيه قومندان دولت خان ځدراڼ وايي د وژل شويو درې يې امنيتي سرتېري دي.

په دغه بريد کې درې کسه نور ټپيان دي چې دوه يې ولسي وګړي دي.

بريد نن سهار شاوخوا نهه بجې شوی دی.

چارواکي وايي له بريدګرو سره جګړه پای ته رسېدلې او امنيتي ځواکونو ټول بريدګر وژلي دي.

وسله والو طالبانو د بريد پر غاړه اخيستې او ويلي دي چې د ولسوالۍ پر مقام د بريد پر مهال د افغان او بهرنيو ځواکونو ګډه غونډه روانه وه.

دوی ادعا کوي چې په دغه بريد کې يې ګڼو کورنيو او بهرنيو سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

خو ولايتي چارواکي د طالبانو دا ادعا نه مني.

ورته مطالب