افغانانو ته د امنيتي مسووليت د ليږد دريم پړاو اعلانيږي

افغان ځواکونه د انځور حقوق AP

افغان چارواکي وايي، د امنیتي مسوولیتونو د لیږد دریم پړاو به د راتلونکې اوونۍ په پيل کې اعلان کړي.

د امنیتي مسوولیتونو د لیږد د بهیر مشر ډاکټر اشرف غني احمدزی وايي، د دریم پړاو لپاره د سیمو ارزونه بشپړه شوې او وايي ټاکل شوې د یکشنبې په ورځ ( د مۍ ١٣ مه) افغان ولسمشر حامد کرزی دغه سیمې اعلان کړي.

د لیږد د بهیر په تیرو دوو پړاوونو کې د افغانستان د نژدې ٥٠% خاورې امنیتي چارې افغان ځواکونو ته سپارل شوي دي.

ښاغلي اشرف غني احمدزي چې د امنیتي مسوولیتو د څیړلو په موخه یې په کابل د ناټو له چارواکو سره غوڼده لرله وویل ، د راتلونکې یکشبنې په ورځ به ولسمشر حامد کرزی هغه سیمې او ولایتونو اعلان کړي، چې د امنیت چارې یې له نړیوالو ځواکونو افغان هغو ته سپارل کیږي.

د امنیتي چارو د لیږد د بهیر په تیروو دوو پړاوونو کې د افغانستان د نژدې ٥٠% خاورې امنیتي مسوولیتونه افغان ځواکونو ته سپارل شوي دي.

ښاغلي احمدزى وايي دریم پړوا به له یو شمیر ستونزو سره مخامخ وي، خو وايي په هغه کچه نه دي، چې دغه بهیر له خنډ سره مخامخ کړي

دوى د هغو انديښنو د لرې کولو لپاره چې ګواکې د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته به افغانستان بې ثبات شي وویل، د نړۍ له یو شمیر هیوادونو سره د ستراتیژیکو تړونونو له لا سلیکیدو سره به د د غه هیواد راتلونکې له هره پلوه باوري شی.

په همدې حال کې په افغانستان کې د ناټو عمومي قوماندان جنرال جان الن وویل، افغان ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو له لیږد سره به د لیزبون طرحې بشړې شي.

(( د لیزبون غونډې د طرحو تر لاسه کولو لپاره خورا مهم ګام دی، چې دافغانانو بشپړ حاکمیت او د امنیتو مسوولیتونو د لیږد لپاره تر سره کیږي. او زه فکر کوم، چې د افغانانو او رسنیو لپار یو پياوړی پيغام دا هم دی، چې نړیواله ټولنه د افغانانو او د دغه هیاد راتلونکې ته په خپلو ژمنو ولاړه ده))

افغان چارواکي وايي، د امنیتي مسوولیتونو دلیږد بهیر پنځه پړاونه لري او تمه ښيي، چې پرمټ به له ۲۰۱۴ کال وړاندې د ټول افغانستان د امنیت چارې افغان ځواکونو ته وسپارل شی.

ورته مطالب