افغانستان له جرمني سره ستراتیژيک تړون لاسلیکوي

کرزی او میرکل د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ټاکل شوې افغان ولسمشر حامد کرزی له جرمني سره د ستراتيژيک تړون د لاسليکولو لپاره جرمني ته ولاړ شي.

افغان حکومت وايي ټاکل شوې په راتلونکو څو ورځو کې د افغانستان او جرمني ترمنځ د ستراتيژيکې همکارۍ سند لاسليک شي. د افغانستان او جرمني ترمنځ د ستراتيژيک تړون پر سر بحث نژدې شپږ مياشتې دمخه د بن د دويمې غوندې پرمهال د ولسمشر کرزي او صدراعظمې انګېلا مېرکل ترمنځ وشو.

د څو مياشتنيو بحثونو وروسته اوس داسې برېښي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دغه سند د لاسليکېدو وخت را رسېدلی دی.

که څه هم د سند د لاسليک کره نېټه نه ده په ګوته شوې، خو د ولسمشر کرزي وياند ايمل فيضي بي بي سي ته وويل د همکاريو دغه سند به د شيکاګو له غونډې وړاندې چې ايله اته ورځې ورته پاتې دي، لاسليک شي.

افغانستان له جرمني وړاندې له امريکا، برتانيا، ايټاليا، فرانسې او هند سره د ستراتيژيکو همکاريو سندونه لاسليک کړي، چې له امريکا سره د سند لاسليکولو يو شمېر ګاونډيان اندېښمن کړي دي.

ښاغلی فيضي وايي د افغانستان او د دغو هېوادونو ترمنځ همکاري له ۲۰۱۴ کال وروسته چې پوځي ځواکونه يې افغانستان پرېږدي، ډېره مهمه ده.

سره له دې چې د افغانستان د حکومت او د هغه د لويديځو ملګرو ترمنځ د اوږدمهاله اړیکو د سندونو لاسليکېدل د يو شمېر ګاونډيانو منفي غبرګون له ځانه سره لري، خو افغان چارواکي وايي دغه تړونونه د افغانستان د ملي ګټو ته په کتو لاسليک شوي.

افغانستان دغه راز خپلو ګاونډيانو ته ډاډ ورکړی چې له لوېديځو هېوادونو سره دغه ډول تړونونه دوی ته هېڅ کوم ګواښ نه پېښوي.

ورته مطالب