''افغان ښځو ته د امنیتي جوړښت لومړیتوب ورکړﺉ''

ښځې د انځور حقوق ap
Image caption ملګرو ملتونو د سولې او جوړجاړې په بهير کې د افغان ښځو شتون اړين بللى دى.

ملگرو ملتونو له افغان حکومته او ناټو غوښتنه کړې، چې د ښځو د حقونو خونديتوب ته د افغانستان د امنيتي جوړښت په لومړيتوبونو کې ځاى ورکړي.

د شيکاگو د غونډې په درشل کې ملگرو ملتونو د افغان امنيتي ځواکونو د روزنې او سمبالښت د بهير چټکتيا هم غوښتې ده، او دا په دې موخه چې ياد شوي ځواکونه له ښځينه دوسيو سره پوره سم چلند وکړي او حقونه يې خوندي کړي.

ملگرو ملتونو پر دې خبره هم ټينگار کړى، چې د ښځو د حقونو د ساتلو په برخه کې بايد د تېرو کلونو لاس ته راوړنې په سين لاهو نه شي.

په افغانستان کې د حکومت له وسله والو سره د جوړجاړي د بهير پرتلیز تودېدل ددې لامل شوي چې د ښځو د حقونو د خونديتوب له يو شمېر بنسټونو او فعالانو سره دا اندېښنه پيدا کړي، چې هسې نه سوله د ښځو د حقونو په بيه تمامه نه شي، اوس د شيکاگو غونډې په درشل کې ملگرو ملتونو هم پر دې اړه يو لړ سپارښتنې کړې دي.

ټاکل شوې ده چې د ناټو سرمشريزه لس ورځې وروسته په شیکاگو کې جوړه شي.

هغه غونډه چې په ترڅ کې به د امنيت تر لېږد يانې د ٢٠١٤ ميلاي کال تر پاى وروسته له افغان امنيتي ځواکونو سره د نړيوالو مرستو بهير وارزول شي.

خو ملگرو ملتونو د يوې رسنيزې خبرتيا په ترڅ ددغې ناستې له گډونوالو غوښتي که افغان حکومت له ناټو يا نورو شريکانو سره هر راز تړونونه لاسليکوي اړينه ده چې د ښځو سياسي ونډه، د اساسي قانون پر بنسټ له نارينه وو سره برابر حقونه، روغتيايي اسانتياو ته لاسرسى، ښوونه روزنه او د جوجاړي بهير کې د ښځو حقونه هم په کې خوندي شي.

په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د استازولۍ د بنسټ يونما يوې وياندې نيلاب مبارز بي بي سي ته وويل چې د شيکاگو غونډې گډونوال بايد د ښځو اندېښنو ته روڼ او کره ځواب ووايي.

اغلې مبارز وويل چې د ښځو حقونه بايد د افغانستان د امنيتي جوړښت په لومړيتيوبو کې ځاى کړل شي.

پوښتنه داده چې يونما ددې غوښتنو لپاره ولې وسمهال وټاکه، د اغلې مبارز ځواب ورته دا وو، چې په کومو هېوادونو کې د لېږد بهير تر سره کېږي، دا اندېښنه ورسره خامخا مله وي چې هسې نه د قانون واکمني او د ښځو حقونه تر پښو لاندې شي.

د ملگرو ملتونو دغې وياندې وويل دا چې اوس په افغانستان کې د امنيتي واک واگې د بهرنيو ځواکونو له لاسونو افغان ځواکونو ته اړول کېږي، نو ويې غوښتل چې د ښځو د حقونو او لاسته راوړنو خونديتوب ډاډمن کړي.

نیلاب مبارز د افغان امنيتي ځواکونو پر چټکه روزنه او سنبالښت هم ټينگار وکړ، او دا ددې لپاره چې دغه ځواکونه د افغانستان د پليو قوانينو په رڼا کې کې د ښځو دوسيې په کره ډول وارزوي او حقونه يې په ښه توگه خوندي کړي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د طالبانو د واکمنۍ په کلونو کې ښځې پر کورونو ناستې وې، او واړه له کار او ښوونې روزنې بې برخې وې.

ملگري ملتونه په ټينگار سره وايي چې سوله د سياسي واک د وېشلو په مانا نه ده، بلکې په دې سره بايد د ښځو په گډون د وگړو امنيت ډاډمن او خوندي شي.

په وروستيو کلونو کې ښځې د ژوندانه گڼو ډگرونو ته ننوتي، او په پرتليز ډول يې ډېر څه تر لاسه کړي دي، خو اوس چې د افغان حکومت له وسله والو مخالفانو سره د جوجاړي خبرې تودې دي، دا اندېښنې هم راپورته شوي چې هسې نه په دې ترڅ کې د ښځو حقونه تر پښو لاندې شي.

د طالبانو د واکمنۍ په کلونو کې ښځې پر کورونو ناستې وې، او واړه له کار او ښوونې روزنې بې برخې وې، ښايي د همدې چلند ياد وي چې اوس د ښځو د حقونو په اړه د راپورته شويو اندېښنو جرړې خړوبوي.

ورته مطالب