د بزچیني کیسه په فلم بدله شوه

Image caption دغه فلم د شنبې په ورځ (د مۍ ۱۲) نندارې ته وړاندې شو.

په افغانستان کې د ماشومانو د ادبیاتو د ودې په موخه بل ګام اوچت شو.

د ( بزچیني ) کیسه، چې ډېری افغانان يي په خپلو ذهنونو کې لري، د ماشومانو لپاره په یوه فلم کې انځور شوې ده.

چارواکي د دغه ګام د اوچتولو موخه د افغانستان د کلتور ساتل ښيي.

دغه فلم پرون (د مۍ ۱۲) نندارې ته وړاندې شو.

بزچیني ‌ډېره زړه کیسه ده، چې په کې یوه اوزه له دریو بچیانو او یوه لېوه سره انځور شوې ده.

په دې کیسه کې لېوه د اوزې دوه بچیان ښکار کړي، او اوزه د خپلو بچیانو د اخیستو لپاره له لېوه سره جګړه کوي، چې اوزه په کې د خپلو بچیانو په ژغورلو بریالۍ کیږي.

بزچیني په بامیانو کې کې انځور شوې ده.

د دغې کیسې انځورونکی عباس علي وايي، د بزچیني د کیسې د انځورولو لپاره بامیان ځکه ټاکلی چې وسله والو طالبانو په هغه ولایت کې بوتان ویجاړي کړي و او هغه ته دغه کیسه د کلتور د له منځه وړلو لپاره ډېره غمجنه کیسه وه.

نوموړی وايي، دغه ګام يي د افغانستان د کلتور د ساتلو او نړۍ ته د ورپېژندلو په موخه اوچت کړی.

ښاغلی علي وايي، دی د افغانستان د دود او کلتور د ساتلو لپاره یوازې د بزچینې د کیسې په انځورولو بسنه نه کوي.

"که زه وهڅول شم، نو د بز چیني فلم ما ته هېڅ هم نه دی. تر دې نور ډېر ښه کارونه دي، چې د افغان کلتور د ساتلو او نورو ته يي د ورپېژندلو لپاره کولی شم، چې خپل خلک مو ورباندې وویاړي. داسې نه ، چې نړۍ د افغان نوم واوري او په فکر کې يي بدبخته او بیچاره افغان انځور شي، زه غواړم دغه فکر د خلکو له ذهنه وباسم".

د بزچیني انځورونکی عباس علي ، د فلم جوړونکو پر وړاندې د زده کړې او د اقتصاد د کچې ټیټوالی لوی خنډونه وبلل چې په وینا يي همدا وجه ده، چې دغه فلم د شپږو کلونو به موده کې جوړ شوی.

ښاغلي علي نژدې شپږ کاله وړاندې پر دغه فلم کار پیل کړ او تیر میلادي کال په مارچ کې بشپړ کړ او اوس یې نندارې ته وړاندې کړ.

ورته مطالب